ایران هغه کس اعدام کړ چې د سرو زرو دوه ټنه سکې يې زېرمه کړې وې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۴)

د ايران حکومت هغه کس اعدام کړی چې د سرو زرو دوه ټنه سکې يې زېرمه کړې او د “سکو سلطان”  په نوم يې شهرت درلود.

د ایراني محصلينو خبري اژانس د راپور له مخې، د وحید مظلومين په نوم کس او ملګرو يې د بازار پر بيو د اغېز غورځولو لپاره د سروزو سکې زېرمه کولې.

سرچينې ويلي، چې ایران نوموړي کس او ملګري ته يې پر ځمکه د فساد خپرولو په تور د اعدام سزا ورکړې ده دغه راز وايي چې اسماعيل قاسمي د مظلومين ګروپ مرسته کوونکی و چې په ياده جرم تورن او په دار ځړول شوی دی.

پر ايران د امريکا له بنديزونو وروسته د ډالر په مقابل کې د ايراني پيسو ارزښت اويا سلنه کم شوی او د ډالرو او سروزو سکو بيه لوړه شوې ده.

د روان کال په اګست مياشت د ايران مذهبي مشر د مالي فساد قضيو د څېړنې لپاره د ځانګړې محکمې جوړول تاييد کړل چې له هغې وروسته د يادې محکمې ځينې کسان په اعدام محکوم کړي او په دار يې ځړولي دي.

د وحيد مظلومين په اعدامولو د بښنې نړيوالې ادارې (ایمنسټي انټرنېشنل) خواشيني څرګنده کړې او دا سزا يې بوږنوونکې بللې زياتوي ‘په کوم سرعت چې دغه محاکمه شوې، سترګې پټول دي او بې پروايي ښيي. ‘

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close