ایران وايي ټرمپ د نورو پیسو په وار وار غوښتلو د سعودي سپکاوی وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف، ویلي د امریکا ولسمشر په مکرر ډول په دې خبره د سعودي سپکاوی وکړ چې دوی د امریکا له مرستې پرته دوې اونۍ هم نشي پاتې کېدای.

ظریف تیره پنجشبنه پر خپل ټویټر ليکلي، سعودي کولای شول په دغو پیسو یې د خپل امنیت لپاره د نورو بهرنیو سرچینو ملاتړ ترلاسه کړی وای.

ظریف زیاته کړې: یو ځل بیا خپلو ګاونډیانو ته لاس اوږدوو چې راشئ یوه غښتلې سیمه جوړه کړو، او نور له کبر او غروره تېر شو.

ټرمپ د سعودي له  پاچا د سعودي د ساتنې په عوض کې ټریلیونونه ډالره برخه غوښتې ده.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د خپل امنیت لپاره به امریکا ته پیسې ورنکړي.

په عین وخت کې، واشنګټن پوست ورځپانې اسناد ترلاسه کړي چې د سعودي پاچا له امریکایي ولسمشره د ټلفوني اړیکې له لارې د خپل هیواد لپاره د پټو پوځي مرستو غوښتنه کړې، خو ټرمپ په عوض کې ورڅخه 4 ملیارده ډالر غوښتي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close