ایران: ”ټرمپه! راځه مونږ درته انتظار یو“

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د القدس څانګې مشر، قاسم سلیماني، د سعودي عربستان پر تېل لیږدوونکو کښتیو د حوثیانو د وړمې ورځې تر برید وروسته ویلي چې سور سمندر په سیمه کې نور د امریکایي ځواکونو لپاره د امن ځای نه دی او ”القدس کنډک یې د مقابلې توان لري“.

قاسم سلیماني ټینګار وکړ چې امریکایي ځواکونه ”د جګړې د پیل کولو توان لري، خو د جګړې پایله به د ایران په لاس کې وي.“

پرون، (پنجشنبه زمري ۴مه)، د ایران په همدان ښار کې سلیماني په خپلو څرګندونو کې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مشوره ورکړه چې باید ډېر محتاط اوسي، ځکه چې دوی جګړه پیل کولای شي خو د پایلې ټاکل یې بیا د ایران په لاس کې دي.

سلیماني زیاته کړه، ”مونږ مو سیالان یو او ځواکونه مو ستاسې د ځواکوانو سیالان دي.“

آیا ټرمپ به پر ایران رښتیا هم برید وکړي؟

• د تهران او واشګټن تر منځ لفظي اخ و ډب

هغه د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل: ”ای بې ځایه کبر کوونکیه ټرامپه! زه درته وایم چې ځان خبره کړه. ته اوس په داسې یو موقعیت کې یې چې له سم فکر کولو څخه ناتوانه یې ځکه مونږ دومره درنږدې شوي یو چې ته یې بیخي تصور هم نشي کولای.“

سلیمانی زیاته کړه، ”راځه، مونږ درته په انتظار یو. مونږ د ستا د جګړې د مقابلې خلک یو“.

سلیماني امریکایي مشر ته په خطاب کې وویل: ”تاسې چې کوم ګواښ ایراني ولسمشر، حسن روحاني، ته کړی، هغه مو په اصل کې ایراني ولس ته کړی نه ولسمشر ته. “

په دې وروستیو کې د ایران او امریکا د متحده ایالتونو تر مینځ ګواښونه زیات شول. ټرمپ څو ورځې وړاندې ګواښ وکړ چې که تهران بیا امریکا ته ګواښ وکړ، نو داسې بدې پایلې وګوري چې تاریخ کې به یې ساری کم لیدل شوی وي.

بل خوا، سعودی عربستان تېره ورځ (۲۶ جولای) اعلان وکړ چې د نفطو د ویستلو عملیات یې وروسته له هغې وځنډول چې د سور سمندر د تنګي په دروازه کې یې د نفطو پر دوه کښتیو د حوثیانو لخوا توغندويز برید وشو.

— آصف الله آصفي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close