ایران: پر پوځي پريډ برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳۱)

د ایران په اهواز ښار کې پر پوځي پريد د بريد له کبله د پوځيانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ای پي خبري اژانس ويلي، بريد کوونکو له پوځي یونيفورم څخه استفاده کړې او پر موټرسيکلو يې د برید ځای ته ځانونه رسولي و.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، برید کوونکو د دريز له شاه څخه پر خلکو او پوځيانو برید وکړ چې په ترڅ کې يې تر شلو پورې کسان ټپيان دي او ګڼ نور وژل شوي چې تر اوسه يې کره شمير نه دی په ډاګه شوی.

ځايي چارواکي وايي، د بريدګرو ډزې تر لسو دقيقو پورې روانې وې خو سيمې ته د ځواکونو په رسېدو سره برید کوونکي سره نښته پيل شوه چې د فارس خبري اژانس په وينا دوه برید کوونکي وژل شوي او یو ژوندی نيول شوی خو ځينو نورو رسنيو ويلي چې بريدکوونکي له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

دغه پوځي پريډ د ايران- عراق د درې اتيایمې کليزې په مناسبت روان و.

د ايران دولتي رسنیو د دغه بريد پړه  د داعش پر وسله والې ډلې اچولې خو تر اوسه داعش ډلې د ياد بريد په تړاو څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close