ایران په چابهار کې پانګوالو ته بیساري وړاندیزونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۸)

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې په چابهار بندر کې یې کورنیو او بهرنیو بانګوالو ته د پانګې اچولو بې شمیره سهولتونه برابر کړي.
چارواکي وایي، د نوی وړاندیز له مخې ټول کورنی او بهرني شرکتونه چې غواړي دلته پانګونه وکړي، د شلو کلونو لپاره له مالیاتو معاف دي .

دغه راز به سوداګر د خپل کاروبار ۱۰۰ سلنه ګټه خپلو هیوادونو ته وړي او تر څنګ به نور سهولتونه هم ورته برابریږي.
ایراني چارواکي وایي په یاد بندر کې تر اوسه سلګونه کمپنیو او شرکتونو بانګونه کړې چې شاخوا ۱۶۰ یې  یواځې د افغانانو اړوند دي.

ایراني چارواکو ویلي چې، د پانګوالو لپاره یې ۲۴ ساعتیزه بریښنا په ارزانه او ښه بیه چمتو کړې.
د دوی په خبره، دغه بندر د منځنۍ اسیا، ایران، هند او ځینې عربي هېوادونو د اتصال لپاره خورا مهم دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close