ایران: که امريکا يې پرضد اقدام وکړي، پوځي اډې به يې په نښه کړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱)

ایران امریکا ته ګواښ کړی که پرضد يې اقدام وکړي نو دوی به يې هم په سيمه کې پوځي اډې تر بريدونو لاندې ونيسي.

د ايران د سپاه انقلاب د هوايي فشا د فرقې قوماندان امير علي حاجي زاده وايي، ايران د دې توان لري چې په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکا هوايي اډې په توغنديو وولي.

د ایران دغه چارواکی وايي، ايراني توغندي د دې توان لري چې په خليج کې امریکايي کښتۍ او په کندهار، قطر او عربي اماراتو کې د امريکا هوايي اډې په نښه کړي.

ایران تر دې مخکې هم ګواښ کړی و، که امریکا پر دوی د تيلو صادرات بند کړي نو ايران به هم په هورموز تنګي کې د تيلو د صادراتو مخه ونيسي.

امريکا د روان کال په مياشت کې له ایران سره د نړیوالې اتومي موافقې نه ووتله او پر دغه هېواد يې بنديزونه ولګول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close