ایران کې د ۵.۳ درجې زلزلې زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۲)
د ايران په جنوب کې د ريښتر په کچه پنځه اعشاريه درې درجې زلزله شوې چې ځينې ودانۍ يې نړولي او پنځه تنه يې ټپيان کړي دي.
د امريکا د ځمکې پيژندنې اداره وايي، دغه زلزله پرون په جنوبي ولايت هرمزګان د خمير ښارګوټي په پنځلس کيلومترۍ شوې.
د ايراني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، د دغه هيواد د سرې مياشتې رئيس د زلزلې له کبله شل کورونه ويجاړ شوي، پخواني ديوالونه او پلونه هم نړيدلي او نږدې څلوېښت کورونه داسې دي چې اوسېدو له حالته وتلي دي.
د دغه زلزلې ټکانونه په بحرين، سعودي، پاکستان، عمان، قطر، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې هم حس شوي خو په يادو هېوادونو کې د ويجاړي راپور نه دی ورکړل شوی.
د تير کال په نومبر مياشت کې هم د عراق او ايران تر منځ د شپږ اعشاريه څلور درجې زلزله وشوه چې نږدې اته سوه کسان پکې ټپيان او ويجاړي يې رامنځته کړه.