ایران یو ځل بیا د خلیج د نفطو د صادراتو د بندولو ګواښ وکړ

ایران یو ځل بیا ګواښ کړی چې که د تېلو د صادراتو مخه یې ونیول شي نو د سیمې د هېوادونو د نفطو صادرات به ودروي. ایران ټینګار کړی چې یواځي ایران اوس پر خلیج واک لري.

ایران دا ګواښ د متحده ایالاتو لخوا پر ایران د بندیزونو په عکس العمل کی کړی دی.

 د ایران د ارکان د هیئت مشر، جنرال محمد باقري، ویلي چې ”که دښمن د هرمز له لارې د دوی د نفطو د صادراتو مخه ونیوله،“ نو په سیمه کې به د هیڅ هېواد نفط صادرېدو ته پرېنږدي.

جنرال باقري زیاته کړه، ”که چېرته امریکایي یا نورو ځواکونو دا غلطي وکړه نو لوړه بیه به یې پرې کړي.“

باقري ویلي چې د خلیج په اوبو کې د امریکایانو هر ډول خوځښتونه څاري، ”که له قوانینو یې سرغړونه وکړه، نو ایران به جدي غبرګون وښيي.“

په تهران کې د الجزیرة د دفتر مسؤل، عبدالقادر فایز، وایي چې د یوه لوړپوړي نظامي چارواکي له خولی دا ډول څرګندونې وتل مهمې اشارې له ځانه سره لري.

د نفطو صادرات د ایران لپاره د شا د رګ حیثیت لري، نو په ډاګه معلومېږي چې دا د ایران پر وړاندې د جګړې پیل کېدل دی.

د ایران لخوا دا ډول څرګندونې لومړی ځل نه دي، بلکې له دې مخکې ولسمشر حسن روحاني او مذهبی مشر علي خامنه یي هم ورته څرګندوني کړې وې، په دومره  توپیر چې دا ځل د هرمز تنګي د بندولو یادونه پکې نوې خبره ده.

له دې مخکې ایران دا ګواښ هم کړی و چې ګوندې د خلیج د نفطو پر صادراتو به نظامي برید وکړي.

د امریکا او ایران تر منځ دا ډول تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې امریکایی ولسمشمر، ډونلډ ټرمپ، د ایران سره په کال 2015 کې د کړې اتومی معاهدي څخه پر شا شو، او یو ځل بیا پر ایران بندیزونه ولګول شول.

امریکایي لوړپوړو چارواکو ویلي چې دوی هڅه کوي څو د ایران د نفطو صادرات په مکمل ډول ودروي.

سرچینه: الجزیرة

ژ: عزیر اسدخېل 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close