ایران ۸۰۰ تنه په دار وځړول

ایراني چارواکې چې د یوی خوا دبشر د حقوقو د درناوی نعرې سورې وهلې د بلې خوا ئې د زیات شمیرغریبو او بې وسو ملکي وګړو چې پکې غیر ایراني وګړي هم شته په دار ځړونه  کې ئیې اضافه کړیده هر کال د ټولې نړۍ په نسبت په ایران کې د دار ځړونې شمیر زیات وي دي دار ځړونې په اړه په ایران کد دبشری حقوقو ادارې ویلي چې په روان میلادي کال کې داکتوبر د میاشتي پوری ۸۰۰ تنه په دار ځړولې شویدي چې اکثریت دار ځړول شي کسان تر زیاته حده غریب خلک دي.

د تیرو کلنو شمیری ته چې وکتل شي ایران دیادونې وړ اضافه په دار ځړونه کې کړیده خو ایراني چارواکې بیا پدې اړه وائې مونږ په ۸۰۰ کسانو کې ۵۰۰ تنه د نشه ئې توکو د قاچاق په جرم په دار ځړولي دي.

ایران چې دافغانستان سره ځان یو خواخوږي ګاونډي حسابوي خو په حقیقت کې تر نورو ګاونډیانو ئې افغانانو سره زیاته دشمني پاللې ده .

د مګرو ملتونو د کډوالو د سازمان د نړیوالې ادارې له مخې هر کډوال حق لري چې پناه وړونکي هیواد کې ئې د نورو ژوند تر څنګ اولادونو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړل شي.

 که څه هم افغانانو ته په ایران کې د ښونځیو لپاره ټول مالي لګښت د یونسف لخوا برابریږي خو ایراني چارواکو په روان کال کې هغه افغانانو ته چې په ایران کې د اوسیدا قانوني اسناد ونلري اولادونو ته ئې په ښوونخیو کې د ثبت حق نه ورکوي.

 د بلې خوا په تیرو دریو کالو کې ایران تر ۸۵ زیات افغانان پدې تور چې په قاچاق کې لاس لري اعدام کړي چې د ۴۵ تنو جسدونه په روان کال کې افغانستان ته را لیږلي دي.

په ایراني چارواکو زیاتې نیوکې پدی کیږي چې پولیس ئې څوک دمخدره موادو د قاچا ق به تور ونیسي هغه ته د  وکیل او دخپل ځان ددفاع لپاره حق نه ورکول کیږي چې دځان دفاع وکړي د هر متهم  حق دی ترڅو خپل سپیناوی وکړي که په تهران کې د ساوي ، بوشهر ، تهران، ابدان ، اصفهان او د تهران سره نږدی دکرج د زندان څخه لیدنه وشي نو اکثر زندانیان بې د کوم څرګند جرمه په زندان کې د مخدره موادو د قاچاق په نامه د زندان شپي صبا کوي چې پدې عمل سره ئې دافغانانو په کډوالی حقوقو څرګنده سرغړونه کړیده .

په ایران کې چې کوم افغانان ژوند کوي تل د ډنډه مارو پولیسو د زور او ظلم له امله ترې د مزدوري پيسي لوټل شوي او لاس تړلي د اسلام کلا له لارې افغانستان ته را اړول شویدي.

تیر کال د کډوالو وزیر علم بلخي تهران ته د یوه پلاوي په مشري سفر وکړ او افغان کډوالو په اړه ئې ایراني چارواکو سره وکتل ایراني چارواکو بلخي ته ډاډ ورکړ خو تردی دمه د ایراني ډنډه مارو پولیسو هغه غیر انساني سلوک د افغان کډوالو سره روان دي.

که دایران رویه دافغان کډوالو سره په همدې شکل پاتې شي نو کیدی شي د ملګرو ملتونو لخوا په ایران کې ددوه کالو فرصت او وخت ورکولو وروسته یو افغان هم د ایراني پولیسو دغیر انساني سلوک له امله په ایران کی پاتې نشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close