ایساف ستړی دی خو سیاف نه

له دې ناندریو ورته تېر چې ډاکټر صیب د کوم باؤر، او کوم سازش، او ضعف له مخې دملي مصالحې ږغ پورته کړ؛ پکار دا ؤه چې ډاکټر صیب لومړی له خپلې کابېنې او له چارچاپېره انډېوالانو سره خبره یاده کړی وای چې دوی څومره ملي مصالحت ته لېوال دي؟

نعمان لطیف

په کابل کې ددؤه سرې ادارې مشر ډاکټر صیب غني پس له هغې په طالبانو دپخلاینې ږغ وکړ چې دهمدې ادارې له لورې دټاکل شوي والي لخوا د الم ترَ کیف سورة په تېرؤلو چیلنج کړی شو.

له دې ناندریو ورته تېر چې ډاکټر صیب د کوم باؤر، او کوم سازش، او ضعف له مخې دملي مصالحې ږغ پورته کړ؛ پکار دا ؤه چې ډاکټر صیب لومړی له خپلې کابېنې او له چارچاپېره انډېوالانو سره خبره یاده کړی وای چې دوی څومره ملي مصالحت ته لېوال دي؟

دډاکټر غني تر خبرو شېبه وروسته دملي مصالحې ستر غماز حنیف اتمر دغني په خبرو پسخند وواهه او تر هغې وروسته دکابل ادارې هر یوه چارواکي جلا او خود سرانه نظرونه وړاندې کړه چې په کې تر ټولو منفي نظر د استاد! سیاف ؤ.
سیاف چې دنویمې لسیزي دخپلمنځې جگړو مهم لوبغاړی ؤ او آن دوحدت گوند دشیعه او بې رحمه مشر مزاري سره په جگړه کې هم دپړې گوته استاد! ته راجع ده، اوس هم په جگړه ستړی نه ښکاري.

استاد! به ولې ستړی کېږي چې گټې یې په جگړه کې خوندي دي
یو زمان ؤ چې استاد! په ډېر چل، هنر او مکر دعربي نړۍ له میلیاردیرو درهم او دینار شوکؤل او اوس دجگړې په دؤام له غربي نړۍ ډالر شوپؤي. ترڅنگ یې دملي شتمنیو چور تالان ته په پراخه کچه مټې بډ وهلي دي او دمځکو پر غصب سربېره له پغمان تر کمپنۍ آن دنصوارو له دوکان هم دممتاز په تؤسط قلنگ ټولؤي.

په جگړه به هغه څوک څنگه ستومانه او پښېمانه شي چې دجگړې په بلو لمبو یې دگېډې تنور تود او له برکته یې گرم نرم خوراکونه وهي؟
په جگړه کې امریکا او ایساف ته تاؤان شته دی اما سیاف ته نشته دی. د روانې جگړې دملاماتؤنکي لگښت له کبله امریکا له برمه لوېږي، د ایساف پوځیان له عزمه لوېږي خو استاد! او دجغ او بانډ یاران یې درگرده لگیا دي دجگړې ژبغړانده لمبو ته لکه کربوړی پوکي ورکؤي.

له سیاف ورهاخوا دبلخ یکتا والي عطاء یواځې دحیرتان له بندر دکال ۹۰ ملیونه ډالر ټولؤي چې څلورمه برخه یې هم مرکزي حکومت ته نه سپارل کېږي، ټولې دعطاء او دبانډ دیارانو تر مابین تقسیمېږي. نور زورؤاکان، حنیف اتمر او بانډ یې په همدې ورقیاس کړئ
اې! دنورو عالي رتبه چارؤاکو بېگراؤنډ او اعمال پرېږدئ، حتی دمحاکمو قاضیان په ډالري رشؤتونو معتاد شوي دی.

ؤړمه ورځ له زندانه یوه ازاد شوي نفر ته ورغلی ؤم. قسم یې راته وخوړ چې د ۱۷ میاشتني زندان په دوران کې یې ددری گونو محاکمو تر پایه ۱۴ زره ډالر رشؤت ورکړی دی
ددغو قاضیانو تقرري په کمېشن او ففټي ففټي توافق ترسره کېږي، ځینې د یو جناب! په سفارش مقررېږي او ځینې دبل جناب او هر قاضي په ترلاسه شوي آمدن کې دغو جنابانو ته حسب الاتفاق درنه برخه ورکؤي.

دوی پوهېږي که جگړه ودرېږي کاروبار یې فلج کېږي او په اقتصادي رکود سربېره، دملت لاسونه هم تر گرېوانو ور رسېږي
په ټوله کې دروسي استعمار بقایا (خلق + پرچم) او دگیري شرون په ډالرو مخمور (پاټکیان) دروانې غمېزې عاملین او دتداؤم پلویان دي
ددوی په شتون کې سوله ځکه محال ده چې دوی ته تر اسلامي او ملي ارزښتنونو کفري او پردي ارزښتونه معتبر دي
خلق او پرچم افغانانو ته دروسي ښامار او کمونستي مفکورې دسرکوبۍ سزا ورکؤل غواړي او دسیاف او بانډ پاټکیان یې نه کوم ارزښت پېژني، نه سرې کرښې فقط دخپلو گټو په تالاش کې سرگردان او لالهاند دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close