ایسا: ګډ حکومت ملت ته نه، بلکې خپلو ټیمونو ته کار کوي

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
د افغانستان د پانګونې ملاتړ اداره یا ایسا په هېواد کې د اقتصادي وضیعت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د اقتصاد د زیانمنتیا یو لامل یې د حکومت په فساد کې ښکېل مشران ښوولي دي.
ایسا په یوه راپور کې وايي، «ارګ او اجرائیه ریاست اوسمهال هم خپلو ټیمونو ته کار کوي او تر څنګ یې د ټاکنیزو منډو ترړو پالیسي هم پر مخ وړي.»
دغه اداره وایي چې په یوه سند کې یې د خصوصي سکتور د پرمختګ په موخه د ولس غوښتنې او وړاندیزونه چارواکو ته سپارلي دي.
د دغې ادارې مشر حقجو زیاتوي، که د یاد سند پر موادو عمل وشي، نو په هېواد کې به سوداګري، پانګونه، د صنعت پیاوړتیا او هېواد به یو ښه تولیدي اقتصاد وموندي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close