این بي سي نیوز: ټرمپ ښايي ناڅاپه امریکايي عسکر له افغانستانه راوباسي

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۷۴)

امریکايي دپلوماتان وايي خلیلزاد په افغانستان کي د سولي په مقصد د ډیرو طالب مشرانو سره کتلي دي، ځکه ښايي ټرمپ ناببره له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو اعلان وکړي. دا تیلویزیون وايي خلیلزاد په متحده اماراتو کي د ملا عمر د زوی ملا یعقوب له یوه استازي سره کتلي دي. یو غربي دپلومات وايي خلیلزاد د مصالحې لپاره «ټول چینلونه ازمويي.» د خلیلزاد دا هڅي دا ښيي چي هغه د سولي د خبرو لپاره هري خوا ته منډي وهي. یو امریکايي سیاسي مبصر وايي که چیري د ملا یعقوب او خلیلزاد ملاقات تایید سي، «دا یو مثبت انکشاف دئ.»

این بي سي نیوز د نومبر پر ۲۸ مه باندي وايي خلیلزاد پوهېږي چي ټرمپ بې حوصلې سوی دئ، او ښايي په امریکا کي د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر مخه له افغانستانه خپل عسکر راوباسي. یو امریکايي سیاسي تحلیلګر وايي،«د امریکا د دفاع او خارجه وزارتونه داسي عمل کوي چي ګواکي د امریکايي عسکرو د اخراج وخت رارسېدلی دئ.» د متحده ایالاتو خارجه وزارت وايي،«خلیلزاد د ټولو ذیدخیلو ډلو سره ګوري.»

این بي سي نیوز کاږي د ټرمپ کوښښونو د کابل او واشنګټن تر مینځ څه اصطکاک او تشنج ایجاد کړی دئ، ځکه اشرف غني ډارېږي چي د سولي په خبرو کي بای پاس سوی دئ. او ښايي د واشنګټن او طالبانو په معامله کي بې خبره پاته وي.

تېره میاشت،‌ خلیلزاد په قطر کي د اتو طالب مشرانو سره درې ورځي متواتري خبري وکړې. خلیلزاد په کابل کي خبریالانو ته ویلي ول،«هغه د خبرو په اړه محتاطانه خوشبین دئ.» هغه علاوه کړي ول چي طالبان باور لري چي دا جنګ په نظامي ساحه کي نه سي ګټلای. مګر طالبانو د خلیلزاد همدا ادعا رده کړه.

خلیلزاد دغه راز د په افغانستان کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو خبره هم راپورته کړې ده، او هم ئې د موقتي حکومت مفکوره وړاندي کړې ده— یو داسي حکومت چي طالبان ونډه پکي ولري.

این بي سي نیوز لیکي په داسي حال کي چي د امریکا او طالبانو تر مینځ جدي خبري رواني دي، دواړو خواوو د جنګ په میدانونو کي خپلو حملو ته زور ورکړی دئ. پدې وروستیو ورځو کي، درې امریکايي عسکر په غزني کي وژل سوي دي.

بلخوا، امریکايي نظامیانو هوايي حملې زیاتي کړي دي. امریکا د دې کال تر سپټمبر پوري په افغانستان کي ۵۲۱۳ بمونه اچولي دي، دا رقم بمونه د افغان د جنګ په تاریخ کي بې سابقې دي.

این بي سي لیکي امریکا او طالبانو دواړو د «جنګ او خبرو» ستراتیژي غوره کړې ده. خو نظامي مبصرین وايي طالبان په نظامي لحاظ تر بل هر وخت اوس په قوي موضع کي دي.

ــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close