ایټالیا: د سختو توپانونو او سیلابونو له امله نږدې ۳۰ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۴)

د ایټالیا هیواد په لویو ښارونو کې د سختو بارانونو له امله په پراخه کچه سیلابونه راوتلي او له تیرو څو ورځو را په دې خوا یې نهه ویشت(۲۹) کسان وژلي دي.

خبرونه وایي، په زیاتره سیمو کې ځمک ښوویدنې هم رامنځته شوې او سخت توپان هم ورسره مل دی چې له امله یې په پراخه کچه مالي زیانونه زیانونه اوښتي دي.

د دغه هیواد رسنۍ وایي، سیلابونو د “پاليرمو“ ښار شاوخوا سیمو کې ۱۰ کسان وژلي او ګڼ شمیر نور  ورک دي.
دغه راز تیره ورځ د دغه هیواد مشهور ټاپو “سسيلي“ هم اوبو لاندې کړ چې د خرابې هوا او سیلابونو له امله۱۲ تنه په کې ووژل شول.
دغه راز په یو شمیر نورو سیمو کې یې هم پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي چې لا هم د مرګ ژوبلې کره شمیر نه دی معلوم.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close