(ایډز او قادیانیت) د یو تېروتي زلمي کیسه

لیکوال: اوریا مقبول جان

ژباړن: اسامه وزیروال

دا کیسه د ۲۰۰۷ کال دجولایي د میاشتې کیسه ده.

د لاهور د رنګین ښار یو ښایسته او تعلیم یافته زلمي “شهزاد” د هیواد یو مشهور او منل شوی اخبار کوت،د اخبار پاڼې یې اړولې، چې نظر یې په “کلاسیفائیډ اشتهاراتو” باندې ولوېد.

د اعلاناتو برخه کې یې په یو اعلان سترګې ونښتې، د اعلان عنوان و “دوستي وکړئ او کامیابي حاصله کړئ”

په اعلان کې یې لیکلي وو:

په لاندې تیلفوني نومرو زنګ ووهئ او دخپلې خوښې ملګری انتخاب کړئ، تیلفونې نومرې د نجونو او هلکانو دي او انتخاب ستاسو دی، چې هر یو مو زړه غواړي، ستاسو انتخاب به ستاسو په ژوند کې روښانه بدلون راولي.

شهزاد په دې ورځو کې وزګار و، له بېکارۍ او تنهایۍ زیات ځورېده، همدا موقعه یې مناسبه وګڼله او په اعلان کې موجودو نومرو ته یې زنګونه وهل شروع کړه.

د ډېرو نجونو او هلکانو سره یې پېژندګلوي وکړه، او بالآخره یې د”روحي” په نوم یوه نجلۍ انتخاب کړه.

تیلفون شمیرې سره تبادله شوې او د ملاقات لپاره د لاهور ښار یو جوس سنټر وټاکل شو.

شهزاد جوس سنټر ته ولاړ، چېرته چې “روحي” مخکې تر مخکې ده ته انتظار وه. شهزاد د روحي په مرسته د یوې نوې نړۍ سیل وکړ، چېرته چې عیش ـ عیاشي وه، دژوند رنګ ـ بنګ پریمانه وه، چېرته چې دحیاء نوم او نښان نه تر سترګو کېدلو.

روحي ددې بې مهاره نړۍ دروازه وه چې شهزاد ټک ـ ټک کړه.

شهزاد داسې نړۍ ته لاره ومونده، چېرته چې د پېغلو او حسینو نجونو کتارونه وه، چېرته چې د ښځو عزتونه لیلام وه، چېرته چې د منظم پلان له مخې د امت د زوانانو د اخلاقي بېلارۍ او په ایډز د اخته کېدلو پلانونو ترتېب کېدل.

شهزاد هغه ګړۍ پر خپله خطاء او اشتباه وپوهېد، کله چې یې بدن سخت دردونه شروع کړه.

شهزاد ډاکټرانو ته مخه کړه او له معایناتو وروسته وپوهېد چې په ایډز ککړ دی.

شهزاد بېوسه و، د علاج مصارف یې نه درلودل او مایوسه ولوېد.

ددې ادارې مشرانو “شهزاد” ته وویل، چې دوی به یې علاج مفت وکړي، خو په یو شرط چې زموږ لپاره به د جلب او جذب کار مخ ته وړې.

مایوسه “شهزاد” چې مرګ یې مخامخ لیده، د څو ورځو ژوند لپاره د ادارې هر شرط منلو ته تیار شو.

شهزاد د هر جائز او ناجائز او د هر حلال او حرام کار کولو لپاره تیار شو، هسې هم شهزاد مخکې تر مخکې د جائز او ناجائز او د حلال او حرام له توپیره ځان خلاص کړی و.

د ادارې منتظمین، چې د پردو دننه ناست وه، د نجونو پر مټ به یې شهزاد ته لارښوونې کولې او شهزاد به پوره کولې.

اوس نو “شهزاد” ته ددې ادارې ټول خباثتونه او شیطانتونه لکه د لمر څرګند شوي وه.

شهزاد ته نور په دې کې شک نه و پاته، چې دا اداره د امت د زلمیانو لپاره خطرناکې ارادې لري، د ایډز او تور زیړې په څېر وژونکي مرضونه په مختلفو طریقو خپروي او ازادخیاله په اصطلاح روشن فکره زوانان په عیاشۍ او فحاشۍ بېلارۍ ته هڅوي او بیا یې ددغو وژونکو مرضونو غېږ ته سپاري.

ددې ادارې واګې د “قادیاني تنظیم” په لاس کې دي.

قادیاني او اغاخاني تنظیمونه په مختلفو لارو او حربو مسلمان زلمیان منحرف کوي او په وژونکو مرضونو یې اخته کوي.

دوی په روغتونو کې خپل ډاکټران لري او د هغوی په توسط په جراثیمو ککړ سرنجونه مراجعینو، مریضانو ته کوي. دوی د “شهزاد” په څېر بلها  خلک کاڼه کړي او د خپلو ناوړه موخو لپاره یې کاروي.

په اسلامي ممالکو کې د فحشاو پټ او ښکاره مراکز لري او د “شهزاد” په څېر تېروتي زوانان یې ورته استخدام کړي.

ددوی سره د “شهزاد” په څېر ګاڼه شوې نجونه هم شته.

دوی دغه نجونې په مختلفو طریقو، مختلف فکر پر وګړو ازمایي او د هغوی د بېلارۍ لپاره یې کاروي، ترڅو د امت زوانان منحرف او په وژونکو مرضونو ککړ او نشیې توکو معتاد کړي او خپلو موخو ته په اسانۍ ورسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close