ایډز د دیمکراسۍ تحفه

په غیر اسلامي هېوادونو کې خو انساني ژوند د حیواني ژوند بڼه غوره کړې ده. په هغو هېوادونو کې میشت انسانان په شکل سره انسانان ښکاري اما خوراک، څخاک، اغوستل، اوسیدل او د ژوند ټوله برخه یې حیواني ده؛ ځکه خو له هغې غیر اسلامي ټولنې موږ د انسانيت تمه نه لرو. اروپایي ټولنه کې میشتو غیر مسلمو د اسلام مقدس دین نه دی منلی او په غیر انساني ادیانو او دیمکراسۍ يې تکیه کړې ده.
هغوی که د دیمکراسۍ او عیاشیو په خپلولو په ایډز اخته کیږي؛ نو اخته دې شي، بده دا ده چې د اسلامي هېوادونو اوسیدونکي د دیمکراسۍ په خپلولو په ایډز اخته شول.
هر کال د دسمبر په لسمه په نړیواله کچه د ایډز په نوم غونډې کیږي او پکې په هر هېواد او نړۍ کې په ایډیز د اخته کسانو شمیره ښوول کیږي. په هغو هېوادونو کې چې د امریکا قدم پکې ایښودل شوی دی او یا د امریکا او نورو غیر اسلامي هېوادونو سره يې د چارواکو او اوسیدونکو د یارانو مزي غزیدلي دي، د خپل مذهب په پریښودو يې دیمکراسي (فحاشي) منلې ده، په هغو هېوادونو کې د ایډز په مرض اخته وګړو شمیر له یوه کال څخه بل کال ته لوړیږي.
د دسمبر د میاشتې لومړۍ ورځ په ټوله نړۍ کې د ایډز د مرض په اړه غونډې وشوې، په افغانستان کې هم وشوه. په افغانستان کې د امریکایي پوځ له یرغل مخکې د ایډز نوم هم چا نه پیژانده، یواځې هغه چا ته د ایډز نوم یاد و چې په بهرنیو غیر اسلامي هېودونو کې يې ژوند کړی و. په ۲۰۰۱م کال چې پر افغانستان د امریکا لخوا پوځي یرغل وشو، له امریکایانو او نورو غیر اسلامي هېوادونو د پوځیانو او مشاورینو سره چې یو شمیر له اسلامه ناخبرو اروپایي نظرو افغانانو اړیکې ټينګې او پوزې نږدې کړې، د ایډز په مرض اخته شول.
له ۲۰۰۰م کال را هیسې په افغانسان کې ایډز د دیمکراسۍ (فحاشۍ) په خپلولو سره سر راپورته کړی دی او کال په کال په افغانستان کې د ایډز په مرض د اخته کسانو په شمیر کې زیاتوالی راځي. لومړی په مرکز کابل او هغو ولایاتو کې په ایډ کسان اخته شوی دي چې له بهرنانو سره يې اړیکې پېل کړې دي. په ځانګړي توګه په شمال او هغو ولایاتو کې چې ځان دیمکراسۍ ته نږدې ګڼي، د ایډز مرض پکې زیات لیدل شوی دی.
په ۲۰۱۴کې د ایډز په اړه شوې سروې کې په ټول افغانستان کې د ایډز په مرض اخته کسانو شمیر ۲۰۸۶ ښوول شوی و، چې په افغانستان کې له بهره راواردو شويو فحاشیو او دغه راز د اسلام او افغان اصلي کلتور پر خلاف د تلویزیونونو، راډیو ګانو او چاپي رسنیو د تبليغاتي خپرونو له امله اوس د ایډز په مرض د اخته افغانانو شمیر تر (۸۰۰۰) زرو پورې ورسید.
په افغانستان کې له اسلامي تعلیماتو په لرې والي او اوسنیو بیلابیلو د دیمکراسۍ په نامه خپرونو او د مرستو په نوم موسساتو کې د بې باکه، غیر اخلاقي او غیر اسلامي فعالیتونو په پایله کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ځوان نسل دا حال شو، چې اوس به په افغانستان کې کال په کال په ایډز اخته کسانو شمیر د غیر اسلامي هېوادونو په څیر زرګونو ته رسیږي.
په افغانستان کې له بهره تمویل کیدونکې روغتیايې ادارې په ډیر افسوس سره له حقیقته پرده نه پورته کوي، د ایډ‌ز بیلابیل لاملونه ټولنې ته پلمه کوي، حال دا چې ایډز یواځې او یواځې د بد اخلاقو عملونو، غیر مشروع جنسي اړیکو او د اروپایي ټولنې د غیر اخلاقي کلتور همجنسبازیو له امله رامنځ ته کیږي. د بهرنیو روغتیایي ادارو دا پلمه غلطه ده چې د پیچکارۍ په وسیله ایډز له یوه شخصه بل ته انتقالیږي، که داسې کیدای پنځوس کاله وړاندې به د یوه ټي بي (صل) د ناروغۍ مرض زرګونو ته انتقال شوی و، چې کلیوال طبیب به یوه پیچکارۍ سلو تنو ته کاروله. په افغانستان کې د بهرینو پوځونو له موجودیت مخکې د ایډز په مرض یو اخته شوی شخص نه و، همدا غربي دیمکراسي ده چې په افغانستان کې يې غرب نظرو ته د دیمکراسۍ تحفه (ایډ‌ز) راووړ.
افغانستان ته چې د امریکا په شمول یو شمیر هېوادونو لخوا د جګړې په نوم ډالري لګښتونه ورکول کیږي، ترڅنګ يې د انجیوګانو په یوه او بل نامه، چې پکې د ښځو د حقوقو ادارې هم شاملې دي، د فحاشیو لپاره بې خرته ډالر ځانګړي شوي، چې دا دی د ایډز شمیره يې تر اتو زرو پورې ورسولو او دا هغه شمیره ده چې تشخیص شوې ده، له تشخیصه پاتې به څومره وي؟
په افغانستان کې چې کال په کال د ایډز په نوم کومې غونډې کیږي، د دې لپاره نه دي چې مخنیوی يې وشي، دا شعاري غونډې دي چې یو شمیر له اسلامي تعلیماتو بې خبرو ښځو ته د خپلو حقوقو د غوښتلو په نوم د فحاشیو زمینه برابریږي، همدا غربي او په ځانګړې توګه امریکایي کلتور (فحشا) به ډیر غرب ذهنه افغانان له اسلاميت او افغانیته وباسي او د ایډز په ذلت به يې اخته کړي.
په افسوس سره یواځې افغانان نه دی چې امریکایي کلتور يې خپل کړی، تازه سروې ښيي چې په سعودي عربستان کې تر ۲۰۰۰ پورې له امریکا سره په یارانه تشخیص شوي وګړي په ایډز اخته دي. هغه څوک چې له غربیانو او امریکایانو سره یاري کوي، هغه به له خپلو ټولنو استل کیږي او بلاخره د ذلت په ژوند او مرګ به اخته کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close