ایکانومیسټ: امریکا له طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه لري

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۴۸)

ایکانومیسټ: امریکا د طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه لري

د برتانیې مشهوره سیاسي مجله د ایکانومیسټ د اکټوبر پر ۲۵ لیکي، که څه هم جنرال رازق په اصطلاح نهه ژونده لرل، خو بالاخره د مرګ ګوله سو. نژدې وو چي په کندهار کي د طالبانو همدې حیرانونکې حملې د جنرال میلر سر هم خوړلی وای، خو هسي بچ سو. مګر جنرال جفري سمایلي سخت ټپي سو.

بلخوا، په افغانستان کي پارلماني انتخابات لا روان دي. په انتخاباتو کي له ۳۳ ٪ فیصدو څخه کمو خلګو ځانونه راجسټر کړي ول، او لدې جملې څخه له ۵۰ ٪ فیصدو څخه کمو خلګو په انتخاباتو کي برخه اخیستې وه.

هغو افغانانو چي په انتخاباتو ګډون کړی وو، هغوی مجبورول چي په ساعتونو په لاینونو کي انتظار وباسي. د رایي ورکولو ۳۳ ٪ مرکزونه تړلي ول. په کندهار او غزني کي انتخابات لا نه دي سوي.

په پکتیا کي، زورواکانو د انتخاباتو مامورین او ناظرین ښه د زړه له اخلاصه وډبول، او د رایو صندوقونه ئې له ځان سره یوړل. د بایومیټریک ماشینونه په ۶۰ ٪ فیصده مرکزونو کي نصب ول، او زیاتره خلګ ئې په استعمال نه پوهېدل. لنډه دا چي انتخابات له جدي مشکلاتو سره مخامخ سول.

اصلي خبره دا ده چي د افغانستان حکومت یو دیموکراتیک تایید ته سخته اړتیا لري، خو د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ئې «بې قانونه، کمزوری، او شنډ» ګڼي.

د کابل حکومت قطعا د دې جوګه نه دئ چي خپلو خلګو ته امنیت تامین کړي. طالبان پر زیاتو سیمو باندي کنټرول او نفوذ لري.

افغان امنیتي قواوي هم په بد حال کي دي. که څه هم امریکا تر اوسه پوري پر افغان امنیتي ځواکونو باندي ۷۰ ملیارډه ډالره لګولي دي، خو هره ورځ ۳۰ یا ۴۰ تنه عسکر او پولیس وژل کېږي. او جلب و جذب هم په ټپه ولاړ دئ. بده لا دا چي افغان عسکر په خپل حکومت هیڅ باور نه لري.

اوس نو، څرنګه چي جنګ یو ښکاره بن بست ته رسېدلی دئ، خو د سولي مذاکرات تر پخوا ښه ایسي. مګر خبري کول تر جنګ کولو اسانه نه دي. جالبه دا ده چي طالبان د افغان حکومت ګوډاګی تلقي کوي، او په سپکه سترګه ورته ګوري. طالبان ترجیج ورکوي چي‌ د امریکایانو سره مخامخ مذاکرات وکړي. د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د اکټوبر پر ۱۲ په قطر کي له طالبانو سره مستقیمي خبري وکړې.

ګرده عالم خبر دئ چي د افغان جنګ جمهورریس ټرمپ سخت بې حوصلې کړی دئ، او د وتلو لاري چاري لټوي. دغه راز طالبان هم له جنګه ستړي سوي دي. طالب مشرانو بیا بیا ویلي دي چي د القاعدې سره کار نه لري، او حتی دېته هم متمایله سوي دي چي د امریکایانو یوه وړه نظامي قوه په افغانستان کي ومني، خو پدې شرط چي یوازي به د داعش سره جنګېږي.

اوس چي امریکایان او طالبان خبري سره کوي، د هغوی لپاره ستر چیلنج د افغانستان داخلي سیاست دئ. متحده ایالات دېته اړتیا لري چي افغان ملګري ئې روانه د سولي دپلوماسي ور تایید کړي. خو اشرف غني سخت باوله او قهرېدلی دئ، ځکه خلیلزاد له غني سره د قطر د خبرو جزییات شریک نه کړل.

دغه راز، د شمال د ایتلاف زورواکان هم د طالبانو سره د خبرو کولو دیوانه واره مخالفت کوي. واشنګټڼ مجبوره دی چي غني او د شمال ایتلاف پدې راضي کړي چي د سولي ملاتړ وکړي، کنې په بل صورت کي به د متحده ایالاتو د سولي همدا هڅه چندان کامیابه نه سي.

Afghans vote as the war drags on

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close