ای د شاهي او جمهوري نظامونو تر سيوري لاندې علماؤو!!!

لیکوال: عبد المتین غورځنګ

که مې څو د درد کرښې درورسېدې نو ځواب يې کړئ!
ايا تاسو په دې نه يئ خبر؟ چې اسلامي نړۍ د اشغال تر خپسې لاندې ژوند تېروي؟
ايا تاسو ته د کفارو له زندانونو څخه د اسلامي خويندو زړه بوږنوونکي ليکونه نه دي رسېدلي چې کفار يې په بار بار عزتونه لوټي؟
ايا تاسو ته د تحریر الشام د مجاهدينو هغه حالت نه دی معلوم؟ چې له امله يې له تاسو څخه د خپلو ښځو د پخپل لاس وژلو په اړه جواز غوښته تر څو يې کافران بې پته او بې عزته نکړي؟
ايا ستاسو د دغه ډول مشکوکو فتواګانو او غفلت له امله امت په دغسې افتونو مبتلا نه شو؟
ای د سپېڅلې کعبې په سپېڅلي ممبر ناست قاري سديسه!
ايا تا ته دا سپېڅلی ممبر دا جواز درکوي چې د يوه وحشي، خونخوار او ظالم انسان بلکې حيوان د نادودو ستاينه وکړې او په وړاندې یې زما مقدس جهاد ناروا وبولې؟
ته چې کله د خپل هېواد شهزادګۍ او شهزاده ته د درې سوه متره اوږدې او دوه متره سورورې لارې د ريالونو په بنډلونو د پوښلو جواز ورکوې! تا ته د افريقايي سوډان د خرطوم او نورو سيمو د انساني غربت او فقيرۍ هغه حالت نه دی معلوم؟ چې له امله یې د سوډانيو ميندو رحم ( د اولاد ځای) د سوی تغذیې له وجې دومره توان نه لري چې ماشوم جوړ کړي؟
تر کومه به اسلامي امت په دغسې حالاتو کې مبتلا وي؟
ايا تاسو پخپلو سترګو د مساجدو ړنګول، د امامانو وژل، د علماء کرامو بې عزتي نه ګورې چې د کافرانو اشغال ګرو له لوري وراوړي؟
دا هم پرېږده!
ايا ستاسو بر وړاندې په انټرنېټي پاڼو د قرانکريم د بې حرمتۍ ويډيو نشر او خپره نه شوه؟
تاسو ريښتيا هم د نبی عليه السلام د کاريکاتور له نشر څخه ناخبر يئ؟
ايا په تاسو کې د مسلمانو زنداني خويندو هغو پيغورونو احساس پيدا نکړ چې په بار بار درته وايي چې اې د اسلامي امت خويندو! يعنې د ښځو خطاب درته کوي!
راشئ! په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ! که نن نبي عليه السلام ژوندی وای او تا خپله فتوا د اشغال د تداوم لپاره کارولې وای نو له تا سره به د نبي عليه السلام برخورد او چلند څنګه وو؟
که چېرې عمر بن خطاب رض ژوندی وای او تا د مسلمانانو برحقه داعيه ناروا بللې وای نو فکر وکړه! چې عمر رض به له تا سره څه کړي وو؟
که چېرې اوس خالد بن وليد رض ژوندی وای او تاسو د حق له ممبر څخه د مجاهدينو جهاد ته ناروا ويلی وای، نو فکر وکړه چې خالد بن وليد رض به له تاسو سره څه وړ سلوک کاوه؟
ايا په کومه لار چې تاسو روان یئ! دا د سلطان صلاح الدين ايوبي لاره ده؟
ستاسو دا بې غوري به د اسلامي امت راتلونکي نسلونه څنګه له بدمرغۍ وژغوري؟
کاش چې د اسلامي امت د تېر برم او دبدبې د بېرته اعادې لپاره مو هلې ځلې کړې وای. خو د دې پر ځای چې تاسو خپل مسؤوليت اداء کړی وای او د کفر او اشغال پر وړاندې مو اسلامي امت د يووالي په ټغر کېنولی وای، برعکس تاسو د مسلمانانو ډله اييز جهادونه تر پوښتنې لاندې راولئ! او هڅه کوئ! تر څو د هغو کم شمېره مجاهدينو کارنامې چې سره له بسيارې کمزورۍ يې بيا هم کفر ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ويلي او اشغال نه مني، په خپلو فتواوو ټکنۍ کړئ!
خو دې ته مو باید پام وي چې الله ج همېش حق ته بری ورکړی او کامياب کړی یې دی. او ستاسو په دا ډول فتواوو د حق غږ نه غلی کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close