ای له سر نه خلاصه سرتیریه!

آصف الله آصفي

دا ستر بیعقلتوب دی چې ته دې قرباني ورکړې او سبا دې اولادونه بې برخلیکه در په در خاورې په سر ګرځي او خیراتونه دې راغونډوی.

دا دې ستر بیعقلتوب دی چی خپله مور بوره، میرمن کونډه او اولادونه یتیمان کړې په داسې حال کې چې هغوی په دې هم نه پوهیږي چې ته په کومه لار کې مړ شوې.

دا بیعقلتوب دی چې خپله میرمن له خپل مرګ وروسته لیوانو ته یواځې پریږدې.

ای له سر نه خلاصه سرتیریه!

سر دې په دې خلاص کړه چې ته پر وطن او حکومت حق لرې چی تا ته د ژوند آسانتیاوې برابرې کړي، نه دا چې تا د مرګ کومې ته وربرابروي.

د یوه ګوند او ډلې پورې ځان تړل بیعقلتوب دی، دا نوښت سیاستمدارانو کړی. دا هم بیعقلتوب دی چې ته د یوه ګوند، ډلې، پورې ځان تړې، ځکه چې هغوی تا د خپلو ګټو لپاره داسې استعمالوي چې آن که ته ووژل شې هم پروا نه کوي چې د دوی ګټې خوندي وي، ته په پوره بیعقلتوب سره د دوی د ګټو لپاره ځان د مرګ کومې ته وړاندې کوې او خپله کورنۍ د غم په ټغر کینوې او خپل اولادونه خواروزار کوي.

د وطن لپاره هغه مهال چې د امریکا د جان کیري په لاس جوړ شوی لاسپوڅی حکومت پکې حاکم وي ځان قربانول د شریعت له مخې خراب مرګ دی.

وطن او دا ډول غربي حکومت ستا په مرګ هیڅکله تاوان نه کوي، بلکې تاوان یواځې او یواځې تا، ستا پلار او مور، ستا میرمن او ستا تنکیو اولادونو ته رسیږي او بس.

ښه مرګ او د رښتینی شهادت مرګ یواځې او یواځې د اعلاء کلمة الله په لار کې او د خپل سپیڅلي دین نه د دفاع په لار کې قبول کړه او بس، چې نه پکې ته زیانمن یې او نه ستا کورنۍ. هم به پر ژوند پر تا ویاړي او هم په آخرت کې او هم به درباندې ټول هغه خلک ویاړي چې تا پیژني.

ګوره!

چې کله هم پر هیواد جنګ راشي؛ نو همدا سیاستمداران بیا ستا په څیر بیوزلو خلکو ته چیغې وهي چې راشئ او باید له هیواده دفاع وکړئ، خو کله چې جنګ پای ته ورسیږي؛ نو بیا همدغه سیاستمداران تاسې مکمل هیر کړي او بیا یواځې شتمنو خلکو ته چیغی وهي چې راشي څو دولتي شتمني، قدرت، چوکۍ، ماڼۍ او موټرې سره وویشو.

ای کم عقله سربازه!

ته باید وپوهیږي چې په وطن کې ستا په څیر د سرتیرو سینې له مرمیو ډکې شي، خو بل پلو ته بیا د همدغو خاینو مشرانو خیټې بیا ستا په سر په پیدا کړو مالونو ډکې شي، ستا په څیر تنکي او ښکلي ځوانان ووژل شي چې خلک یې انځور ته ګوري؛ نو وایي چې د مرګ لیاقت یې نه درلود، خو په تأسف سره دوی د داسې چا په قومانده ووژل شي چې هغوی د ژوند لیاقت نلري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close