اې مجاهده !

بدر منصور

ته د الله (ج) مؤظف مأمور يې !
تا ته د الله (ج) د دین د ساتلو چاري در په غاړه دي !
ته د ابرهیم (ع) بچی، اور ته سینه ورکړه، خو د آزر بتان ور مات کړه !
ته د نوح (ع) اولاد يې کافران غرق، او بیړۍ دي وخوځوه !
ته د موسی لاروی، د فرعون سحر ورمات او دی په نیل کي غرق کړه !
ته د محمد (ص) امتي، په نړۍ کي انقلاب راوله !
ته د عمر (رض) لاروی، په مشرکینو میندي بوري او سرونه يې غوڅ کړه !
ته د خالد (رض) لاروی، د کبرجنو سرونه په نېزو وپېیه !
ته د زبیر (رض) لاروی، د دښمن صفونه مات کړه !
ته د عامر ابن الاکوع (رض) لاروی، استشهاد ځان اماده کړه !

د نړۍ ستر جابران نن ستا په وړاندي هیڅ غفلت نه کوي، ته هم له ټولو اختلافونو لاس پر سر، او دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړه !
الله (ج) ملګری دی، مخ په وړاندي ځه !
تا ته مایوسي، تشویش، او غفلت هیڅ مناسب نه دی !
ته په شهاد، زخم، او زندان کي بریمن يې، رادانګه !
ته د شلم قرن اتل يې، د کبر برجونه را ونړوه !
دښمن د نن خوشال ښکاري، د غمونو باران پرې وکړه، او په فولادي توره يې سر غوڅ کړه !
دښمن درکي د اختلاف تخم کري، جواب يې وکړه !
هی د خپلواکۍ توره بلاله اذان وکړه !

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close