باب دی په بیان د نسکورو جنرالانو کې

حبیب مجاهد

پرون طالبانو د هلمند په لشکرګاه کې جنرال عبدالجبار قهرمان په ماین پورته کړ او نن مازدیګر یې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یوه نفوذي مجاهد په مرسته رانسکور کړ. تراوسه د کندهار د پیښې وروستي جزیات نه دي څرګند. ځیني راپورونه وایي په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت سرلښکر امریکایي جنرال میلر هم مرګانی ټپي دی او د کندهار والي او د استخباراتو رئیس هم وژل شوي دي. په هر حال

دلته غواړم د رازق او قهرمان د وژل کیدو په اړه خپل اند او تأثر درسره شریک کړم. د رازق او قهرمان په له منځه تلو په فیسبوک کې ډيرو کسانو اوښکې بهولي او ویرجن نشرات کوي، ځینې دې قضیې ته د افغان نشنلیزم له زاویې ناست دي، هغوی یې په کفر او اسلام کې نه دي، یوازې د غربي ماډل ملت پالنې له دریڅې ورته ګوري، دوی وایي قهرمان او رازق د غربي ماډل وطنپالنې مدافعین او د (وطن یا کفن) شعار پورته کوونکي وو. باک نه لري چې ډیر ځله یې ددغې داعیې لپاره دین او اسلامي اقدار هم ځپل او د مظلوم مسلمانان یې په سختو سزاګانو وژل.

ځیني نور بیا وایي رازق او قهرمان پښتانه ول، د دوی په باور پښتون کې هره بلا وي مرګ یې غمیزه دی او دا د پښتنو د رهبرۍ جینوسايډ دی چې دوه جنرالان یې په دوه ورځو کې له منځه ځي.

زه په دې لیکنه کې د چا د ژړا او انګولا د مخنیوي هڅه نه کوم او نه هم په فقیدو جنرالانو د چا فریادونه ایسارولای شم، یوازې د یوه مسلمان او افغان په حیث غواړم د دې مهمې موضوع په اړه خپل تأثر درسره شریک کړم.

زه مهم حوادث همیشه په لوی تصویر کې ګورم او د وسیع سیاق او سباق په ترازو کې یې جاجوم. د روانو حوادثو لوی تصویر دا دی چې موږ مسلمانان او د نړیوال اسلامي جسد غړي یو. امریکا، برتانیا او نور غربیان کافران او د اسلام سخت ترین دښمنان دي. دوی چې په دنیا یي سلطه موندلې غواړي چې د خپلو نورو مستعمرو په شان زموږ اسلامي هیواد او مؤمن اولس هم د اشغال په زولنو وتړي، هم مو له خاورې استفاده وکړي، هم مو کانونه ولوټي، هم مو نسلونه را ګمراه کړي او هم اسلامي او افغاني هویت په غربي سیکولر افکارو، ارزښتونو او اقدارو را ولړي.

غربیان راغلي، زموږ هیواد یې نیولی خو د دې لپاره چې خپل جګړه ییز تلفات کم کړي، دلته یې یو اجیر دولت رامنځته کړی، ملیشې یې جوړې کړي، جګړه ماران یې پړسولي او د خپل اشغال د دوام او دفاع لپاره یې په لکونو جنګي ځواکونه تربیه او استخدام کړي دي.

د رازق او قهرمان غوندې د اشغالګرو انډیوالان چې اصلا د خپلې خیټې د ډکولو او مادي موخو لپاره یې د اشغالګرو اړخ نیولی، د دې لپاره چې خپل ناروا عمل ته توجیه پیدا کړي د وطن پالنې غږ یې پورته کړی، دا چې میډیا او مطبوعات یې په کنترول کي دي او د غرب تبلیغاتي کمپاین یې په خدمت کې دی، نو د وطنپالنې دغه دروغجنه چیغه یې دومره چلولې چې اوس یې د خلکوحواس خبط کړي او په ځینو خو طوعا او کرها دا منلې چې دوی واقعي وطن پرستان دي. خو په حقیقت کې دوی وطنپرستان نه بلکې دوطن غداران دي.

ځکه چې د ځمکې د کرې د بل اړخ کافر ته یې په خپل کور کې ځای ورکړی او بیا یې دفاع هم کوي.

هغه خنځیر خوره عیسایي چې په هیڅ رګ نه دی را ګډ، دوی یې ډالرو ته نسونه جوال کړي او د اشغال د دوام لپاره یې زارۍ او سوالونه هم کوي.

د امریکا په شان هغه ظالم او جابر قوت چې په تیرو سلو کلونو کې یې د نړۍ تر سل میلیونه زیات انسانان استثمار او په استخباراتي توطیو وژلي، دوی یي ستراتيژیک دوستان بولي.

دنړۍ په سطحه د مسلمانانو د سخت ترین دښمن اسرائیلو اصلي پشتوانه همدا امریکا ده چې زموږ د وطن پرستۍ مدعیان یې له اوولسو کالونو د یارۍ نښې په جیب کې ګرځوي.

له دین او وطن سره دې ټولو غداریو ته په پام سره که بیا هم جبار قهرمان او رازق د امریکایانو د دوستۍ او خپلوۍ په شتون کې وطن پرستان وي، بیا خو زموږ د تاریخ تر ټولو ستر وطن پرست شاشجاع او ببرک کارمل و. بیا خو باید زموږ پنځه زره کلن تاریخ له سره ولیکل شي. بیا خو باید زموږ د ټولنیز او تاریخي قضاوت ټول معیارونه سرچپه شي، د ایوب خان او وزیر اکبر په شان اتلان او غازیان مو باید د پردیو مزدوران وبلل شي، لکه نن چې طالبان د پردیو مزدوران بلل کیږي او د شاشجاع او کارمل په شان د پردیو اشغالګرو په زور راغلي ګوډاګیان مو باید اتلان شي.

زه نه پوهیږم دا لا کوم قضاوت دی چې د احمد شاه بابا لمسی شاشجاع د انګریز د ملګرتیا په جرم د تاریخ پیغور بلل کیږي، خو د ویش لغړی چې په حسب او نسب هر څه کې تر شاه شجاع پاته دی، په داسې حال کې چې وینې یې له امریکایي جنرال میلر سره ګډې بهیږي بیا هم ورته قهرمان او اتل ویل کیږي.

زما د دې لیکنې لوستونکو!

پام چې د فیسبوک تبلیغات مو په مخه نه کړي، پام چې د میډیا تبلیغاتي شورما شور مو عقلونه در څخه وانخلي. نه جبار قهرمان اتل و او نه هم رازق. دواړه هغه کسان و چې په امریکایي وسلو یې خپل وطنوال ویشتل. د دواړو لاسونه د خپل مظلوم او اشغال شوي ملت په وینو سره دي. قهرمان هغه و چې د هر مظلوم ږیرور او پټکي په سر هلمندي جسد یې په یو نیم لک افغانۍ اخیست او د بې جلبه سنګوړیانو په مټ یې سلګونه بې ګناه هلمندیان تر تیغ تیر کړل. او رازق خو نو درته معلوم و چې په استخباراتي مرګونو یې د کندهار ښاریان د مرګ په وهم غوپه کړي وو. د هغو وژل شویو متدینو کندهاریانو شمیر یوازې لوی الله ته معلوم دی چې د رازق لغړیانو په نیمه شپه نیولي او په نیمه شپه د ریګ په دښتونو کې ورک کړي دي.

نو درنو لوستونکو!

نه اسمان را چپه شوی او نه هم شمسي نظام بې دخله شوی دی، کراره کراري ده، یوازې په وطن د راغلیو کفري یرغلګرو دوه انډیوالانو په خپله سزا رسیدلي او ملت یې له ځور او ظلمه خلاص شوی دی. په جنګ کې طبعا حلوا نه ویشل کیږي، د رازق او جبار هغه ویرجن چې د ملا داد الله په شهادت یې د خوښۍ اټنې وهلې او د شهید اختر محمد منصور په سوځیدلي جسد یې پوزخندونه وهل، دا ځل دې لطفا دوی هم د تقدیر څپيړې ته مخونه ټینګ ونیسي او په فیسبوک کې دي ډير ژاړي نه، ځکه ژړا د نارینه کار نه دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close