بادغيس جوند کې طالبانو ۱۰ تنه عسکر وژلي او ۵ يي ژوندي نيولي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، لېندۍ۳مه، ۱۳۹۴ ل) سليم بریال

له بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ نه په راغلي خبر کې ويل شوي دي، چې نن سهار مهال ۸ بجې د یادې ولسوالۍ د اسیا په سيمه کې طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې .

دغه عسکر یادې سيمې ته له غور ولایت څخه په طالبانو باندې د عملیاتو په موخه راغلي وه .

د خبرله مخې جګړه تر ۱۱ بجو وغځېده چې د افغان ځواکونوڅخه ۱۰ تنه يي ووژل شول او ۵ تنه نور يي طالبانو ژوندي ونيول او له ځانه سره يي انتقال کړل .

دغه راز طالبانو هم وويل چې د دولتي عسکرو ۱۰ تنه مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او ۱۰ ميله سپکه او درنه وسله يي هم ورځنې نيولې ده. د یادونې وړ ده چې په دغې جګړه کې طالبانو د دوه تنو خپلو ملګرو شهات خبر هم ورکړی دی .

خو دولتي چارکواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close