بادغيس: د طالبانو حمله کې شل عسکر وژل شوي- اته ويشت نور يې ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)

تيره شپه وسله والو طابانو د بادغيس ولسوالۍ په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکز بريدونه کړي چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، د يادې ولسوالۍ مربوط په لودينانو سيمه کې د طالبانو په حمله کې يو کنډک، درې پوستې نيول شوي چې د جګړې په ترڅ کې شل عسکر وژل شوي او اته ويشت تنه نور طالبانو ژوندي نيولي.

طالبانو د نيول شويو عسکرو او نيول شويو وسلو انځورونه هم خپاره کړي زياتوي د جګړې په پايله کې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

په دغه ولايت کې امنيتي سرچينې د طالبانو بريدونه تاييدوي چې په وينا يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه په رسمي ډول ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په عين حال کې د بادغيس د ولايتي شورا رئیس عبدالعزيز بيګ وايي، د پوځ په قرارګاه د طالبانو بريد کې شپاړلس عسکر وژل شوي او شل تنه نور طالبانو بنديان کړي دي.

د بیګ په وينا، که دغه ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه ونه رسيږي ډير ژر به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

له تيرو څو ورځو راهيسې په بالامرغاب کې د طالبانو بريدونو زور اخيستی چې د تيرې جمعې په شپه يې هم له دولتي ځواکونو پنځه پوستې نيولې وې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close