بادغيس: د مقر ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۴)

د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، تيره ورځ د مقر ولسوالۍ د امنيې قومندان “محمد اسماعیل” د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې چې نوموړي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغيس د پوليسو ویاند نقيب اميني وايي، پېښه پرون ماذيګر د ولسوالۍ مربوط په ميرانزايي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړي غوښتل د پوستې څخه ليدنه وکړي.

د اميني په وينا، دغه ماین په ځمکه کې د طالبانو له لوري مخکې ځای پرځای شوی و چې په ترڅ کې يې د امنيه قومندان په ګډون د هغه يو ساتونکی هم وژل شوی.

طالبانو د بريد مسئووليت منلی، رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي (پرون ماذيګر د امنیه قومندان  اسماعیل  په موټرسایکل  دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه شوې چې د نوموړي په ګډون د هغه ساتونکی ځای پرځای وژل شوي او موټرسيکل يې ويجاړ شوی دی).

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close