بادغيس: سيمه ييز قوماندان له سل وسله والو سره طالبانو ته اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۵)

د بادغيس ولايت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قومندان “خیرمحمد” په ګډون سل تنه وسله وال کسان طالبانو سره يوځای شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، نوموړي قومندان چې د يادې ولسوالۍ اړوند په “سنګ خرس” سيمه کې يې فعاليت کاوه، له تېرو څو ورځو راهيسې هڅه کوله چې طالبانو سره اړيکې جوړې او هغوی ته واوړي.

طالبان هم مني چې له دوی سره نوموړی قومندان له خپلو سل تنه عسکرو سره يوځای ورغلی زياتوي ” دنوموړو له اسلامي امارت سره یوځای کیدلو  سره لویه  او پراخه سیمه چې دکورنیو  شمیر یې 2000 ته رسیږي دمجاهدینو ترواک لاندي راغله.”

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپانه کې ويلي، له دوی سره يوځای شويو کسانو سل ميله سپکې او درنې وسلې په زياته اندازه مهمات او مرمۍ هم طالبانو ته سپارلي دي.

ويل کېږي، قومندان خير محمد د دغه ولايت د پخواني والي قومندان ګلک زوی دی چې له تېرو ډيرو کلونو راهيسې په سيمه کې د دولت په ننګه فعاليتونه کول.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د سيمه ييزو طالبانو په هڅو له دوی سره يوځای شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې بادغيس کې په دومره لوی شمير عسکر د طالبانو ليکو ته ورځي بلکې څو ورځې مخکې هم يوه قومندان سلګونه وسله وال طالبانو ته واوښتل او هغوی ته يې زر ميله وسلې وسپارلې.

تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close