بادغيس: طالبانو يوه قرارګاه او دوه پوستې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۶)

د بادغيس د امنيه قومندانۍ وياند نقيب اميني وايي، تيره شپه طالبانو د هرات بادغيس تر منځ په سبزک سيمه کې د پوليسو پر څو پوستو بریدونه کړي چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د امينې په وينا، په دغه بريد کې د احتياطي کنډک قومندان عبدالحکيم مودي او پنځه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، د عسکرو په ځوابي ډزو کې دوه ويشت طالبان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

له بله پلوه طالبانو په يوه خبرپاڼه کې د ياد بريد مسؤليت منلی وايي،دغه بريد چې درې ساعته يې دوام وکړ په پايله کې يې يوه قرارګاه او دوه پوستې طالبانو ونيولې.

خبرپاڼه کې راغلي، په برید کې د قومندان مودودي په شمول پنځه عسکر وژل شوي، اووه ټپيان دي او دوه تنه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له يادې نښتې وروسته طالبانو ته دوه رينجر موټر، اووه ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات او پوځي توکي هم په لاس ورغلي دي زياتوي په نښته کې يواځې درې طالبان ټپيان شوي دي.

د ولايتي شورا ځينو غړو رسنيو ته ويلي، په دې بريدونو کې یو شمیر عسکر نادرکه هم دي چې تر اوسه يې په اړه هيڅ معلومات نشته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close