بادغيس: غني د وارداتي برېښنا سب سټيشن پرانيسته وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۴)

ولسمشر غني نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بادغيس ته ولاړ او په قلعه نو کې يې د ترکمستان د وارداتي برېښنا يو سب سټيشن پرانيسته وکړه.

د ترکمنستان د بريښنا د لیږد دغه پروژه چې قلعه نو ته انتقالیږي اوه کاله وړاندې پيل شوې وه.

د دغه برېښنا سب سټېشن پرانيسته د ترکمنستان د انرژۍ د وزير او په کابل کې د ترکمنستان د سفير په حضور کې ترسره شوه.

د مسئولينو په وينا، د قلعه نو ۱۲۰کيلو ولټه برېښنا دغه سب سټيشن چې د ترکمنستان تر پولې د ۵۲ کيلومتره په اوږدوالي ۱۱۰ کيلو ولټه انتقالي مزي لري اووه زره کورنيو ته برېښنا ورکړي.

د بادغيس د برېښنا چارواکي وايي، له ترکمنستان هېواد څخه به شپاړلس ميګا واټه وارداتي برېښنا د قلعه نو دغه سب سټيشن ته راشي او له دې ځای څخه به زرګونه کورنيو ته ورکول شي.

د دغه پرانيست غونډې پر مهال غني وويل، نن پنجشنبه او سبا هم په پادغيس کې دی او د دغه ولايت له خلکو سره به ليده کاته وکړي.

غني په وروستيو کې ځينې ولايتونو ته د يو شمير پخوانيو پروژو په پرانيست غونډو کې ګډون وکړ چې شنونکي يې د خپل انتخاباتي کمپاين يوه برخه ګڼي.

د بادغيس خلک او د مدني ټولنو استازي وايي، د ملي يووالي د لسګونو وعدو يواځې يوه عملي شوه چې هغه هم په ډير ځنډ کې دغې ولايت ته د وارداتي برېښنا ورکول دي.

د پوهانو په باور افغانستان په کال کې تر پنځه اويا ميليارده متره مکعبه زياتې اوبه ضايع کوي او که دغه اوبه مهار کړی شي، په هېواد کې د ننه به ټولې سيمې په برېښنا روښانه او زياتې ځمکې به د کرنې لپاره برابرې او افغانستان به ګاونډيو هېوادونو د وارداتي برېښنا د پرې کولو له مشکلاتو خلاص وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close