بادغيس کې “۱۰۰۰” زر وسله وال کسان د طالبانو ليکو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)

د باغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د دوو سيمو اوسېدونکو ګڼو کليو له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړی او د هغوی ليکو ته يې زر وسله وال کسان ورکړي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې ولسوالې مربوط د “د برګل او شهرامان” سيمه چې درې شپيته کلي او شاوخوا دوه سوه پنځوس کورنۍ لري مشري يې فضل احمد اخندازه او عبدالقديرخان کوله د ” دحقایقوپه درک کولو سره داسلامي امارت مجاهدینو سره یوځای شول”.

ويل کېږي، هغه غونډه چې طالبانو سره د يادو کسانو د يوځای کېدو په مناسبت جوړه شوې وه پکې د بادغيس لپاره د طالبانو مرستيال والي مولوي عبدالکريم، د طالبانو ګڼو مشرانو، قومي سپينګيرو او د يادو کليو مخورو ګډون کړی و.

طالبان وايي، د يادې سيمې خلکو زر تنه وسله وال ” زرکسیزه قطعه  مجاهدینوته وسپارله” چې له هغوی سره سل ميله کلاشينکوف، څلوېښت پيکا ماشيندارونه، لس راکټونه او پنځه بم افګن دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد له بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول له بادغيس، پکتيا او غور ولايتونو څخه سلګونه کسان چې پخواني سيمه ييز قوماندانان، اربکيان او د پوځ عسکر دي د طالبانو ليکو ته ورغلي او خپلې وسلې يې هغوی ته سپارلي دي.

طالبانو د دولتي چارواکو، منسوبينو او نظامي کارمندانو د تسليمېدو لپاره د “دعوت و ارشاد” په نوم ځانګړی کمېسيون د دې لپاره جوړ کړی ترڅو دولتي کارمندان د خپلو دندو پرېښودلو ته وهڅوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close