بادغیس او پکتيکا کې دوه قومندانان او شل عسکر طالبانو ته اوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)

د پکتيکا ولايت په وازيخوا او د بادغيس په مرکز قلعه نو کې دوه قومندنان او شل عسکرو طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د وايخوا ولسوالۍ مربوط يو قومندان او شل عسکر د حکومت له نظامي کرښو بيل او دوی ته تسليم شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، دغه کسان د “دعوت او ارشاد د مسوولينو” په هڅو دندو پرېښودو ته اړ شوي او ” د اسلام او هیواد له دښمنۍ څخه لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول”.

طالبانو په یاده خبرپاڼه کې د تسليم شويو کسانو نومونه هم خپاره کړي چې يو تن پکې قومندان او پاتې شل تنه دولتي عسکر دي چې په بېلابېلو سيمو کې يې دندې کولې.

دغه راز طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د اربکي قومندان “خیرالله” انځور خپور کړی چې په وينا يې تېره شپه اووه بجې طالبانو ته تسليم شوی او له ځان سره يې وسلې او نور نظامي توکي هم وروړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، نوموړي قومندان له ځان سره يوه رينجر شپاړلس ميله وسلې، پنځه ويشت غټې او وړې مخابرې او په زياته اندازه مهمات او ګڼ پوځي توکي هم طالبانو ته سپارلي دي.

طالبان د حکومت دولتي چارواکو او نظامي منسوبينو لپاره د “دعوت او ارشاد” په نوم ځانګړی کمېسيون جوړ کړی چې وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو سيمو ورته دولتي کسان تسلمېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close