بادغیس: دولتي ځواکونو په لومړۍ ورځ اوربند مات او پر ولسي خلکو یې درنه بمباري کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۳)

په داسې حال کې چې افغان حکومت نن رسماً په ټول هیواد کې څو ورځنی اوربند پیل کړ،  ځواکونو یې پر لومړۍ ورځ یاد اوربند مات او پر ملکي سیمو یې بمباري کړې .

له بادغیس څخه راپورونه وایي چې نن ورځ دولتي چورلکو د غورماچ ولسوالۍ اړوند سیمه پر ولسي میشت ځایونو داسې حال کې بمباري کړې، چې سیمه کې د وسلوالو طالبانو هیڅ تحرکات نه و.
د راپورونو تر مخه په یادو هوایي بریدونو کې د خلکو ګڼ کورونه تخریب شوي او لسګونه څاروي یې له منځه تللي.

طالبانو په خپله الامارة ویبپاڼه لیکلي “دښمن داسي مهال یاد هوایي برید کړی چې مجاهدینو په سیمه کې له تېري شپي او ورځي راهیسي هیڅ ډول برید نه ؤ“

باید وویل شي چې د ګډحکومت مشر اشرف غني خپلو ځواکونو ته حکم کړی ، چې د اوربند په شپو کې دې له تعرضي عملیاتو ډډه وکړي خو که تر برید لاندې راتلل ، کلکه دفاع دې کوي.
د پیښو څارونکي وایي؛ داچې د بمبار پرمهال په سیمه د وسلوالو هیڅ تحرکات نه سترګو کیدل دا ډول برید، شوي اوربند ته د نه ژمنتیا او بشرضده جنایت په توګه شمیرل کیږي.
د یادونې وړ ده چې ګډحکومت داسې مهال اوربند اعلان کړی چې د طالبانو له خوا اعلان شوي اوربند ته لا هم دوه شپې پاتې دي او د اختر له لومړۍ ورځې به تر دریمې ورځې وغځیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close