بادغیس: د یوې پوستې ۹ پولیسو خپل ۴ ملګري وژلي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ امنیه قومندان پاسوال محمد صابر رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د دغې ولسوالۍ په خیرخانې نومي سیمه کې د یوې پوستې ۹ تنه پولیسو خپل ۴ ملګري وژلي.
دی وايي، یاد وژل شوي او تښتېدلي پولیس د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې تښتېدلي ۹ تنه پولیس ایزنګي قوم، او ۴ تنه پولیس د لاغري او برنغري قومونو کسان دي.
تر دا مهاله د پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې ډېرې شوي، چې کارپوهان یې وجه د تنخوا نه ور کول، او یا په دولتي ادارو کې د ژبني او سمتي تعصب زیاتوالۍ بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close