بادغیس: طالبانو په قلعه نو کې قرارګاه او پوسته نیولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۳)

د بادغیس ولایت امنیتي چارواکی وایي، چې طالبانو تیره شپه د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو اړوند د شاهراه د پولیسو پر قومانداني برید کړی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي سرچینې وایي، طالبانو د بادغیس- هرات پر لویه لاره د پولیسو یو ماموریت په نښه کړی ۴ پولیس یې وژلي او ۶ نور ټپیان دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب امیني رسنیو ته ویلي، په دې برید کې یوه پوسته سقوط شوې ، دوه پولیس وژل شوي او.څلور نور ټپیان دي چې د ۲ یې حالت د اندیښنې وړ دی.
امیني وایي، په برید کې ۲۷ طالبانو ته همدمرګ ژوبله اوښتې او دغه راز د پولیسو دوه ټانګونه هم له منځه تللي، خو امنیتي سرچینو بیا رسنیو ته د یوه طالب وژل کیدل منلي.
په ورته وخت کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې یې یوه قرارګاه او ورسره یوه حفاظتي پوسته نیولې او ۲۰ پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
احمدي وایي په برید کې ۳ ټانګونه ۴رینجر موټران په بشپړ ډول سوځــول شوي او یو ټانګ ۲۴ میله سپکې او درنې وسلې۳مخابرې او په زیاته اندازه مهمات یې د ملګرو لاس ته ورغلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close