بادغیس: ولایتي شورا پرطالبانود بمباریو د زیاتوالي غوښتنه کوي خو طالبان دپرمختګ په حال کې دي

په همدې مهال طالبانو د دې ولایت د دره بوم ولسوالۍ اړوند د قالي زردک سیمه کې یوه پوسته نیولې او ګڼ مهمات په لاس ورغلي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)

د بادغیس ولایت په ډیری ولسوالیو کې د طالبانو فعال شتون حکومت او د ولایتي شورا غړي وارخطا کړي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي فرید اخیزی رسنیو ته ویلي چې امریکایان باید خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړي ځکه چې په وینا یې طالبان ورځ تربلې مخ پر وړاندې ځي.
نوموړي ویلي؛ هوایي بریدونه کولی شي د طالبانو فعالیتونه کمرنګه کړي .
بل پلو د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله داوري بیا وایي چې دوی او امریکایي قواوې د طالبانو پرضد جګړه کې یوه شیبه دریغ هم نه کوي خو په خبره یې چې طالبان د دې ولایت په قادس، جونداو بالامرغاب ولسوالیو کې مستحکم سنګرونه او د ولسي خلکو قوي ملاتړ له ځانه سره لري چې نه شي کولی په اسانۍ سره یې پر ضد عملیات پیل کړي.
په همدې مهال طالبانو د دې ولایت د دره بوم ولسوالۍ اړوند د قالي زردک سیمه کې یوه پوسته نیولې اود څلورو کلاشینکوفونو په ګډون یې ګڼ مهمات په لاس ورغلي.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د پوستې قومندان او ۳ عسکر یې وژلي او یوتن عسکر یې ژوندی نیولی.

دولتي چارواکو د پوستې د سقوط په هکله له څه ویلو ډډه کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close