بادغیس: ولسي خلکو له طالبانو سره د سلګونه میله وسلو کومک کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۱)

له بادغیس ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د جوند ولسوالۍ په دو بیلابیلو سیمو کې ځایي خلکو له طالبانو سره د درۍ سوه (۳۰۰) میله وسلو کومک کړی دی.

ځایي خلک وایي، د یادې ولسوالۍ اړوند د “ تګوبیست او جلایي“ سیمو خلکو له حکومت سره په بشپړ ډول پریکون کړی او د ملاتړ په موخه یې د دوو لویو غونډو په ترڅ کې یې دغه شمیر وسلې طالبانو ته سـپارلې .
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ډله کسان دقومندان مولوي محبوب او ارباب غلام سخي په مشري له حکومت څخه رابیل او د طالبانو سره یې بشپړ ملاټر اعلان کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د تګؤبیست د سیمې خلکو چې شمیر یې ۳۰۰ کورنیو ته رسیده، له طالبانو د ملاتړ تر څنګ ۱۰۰ میله سـپکې او درنې وسلې سیمیزو طالب مشرانو ته سپارلې.

د دې ترڅنګ د “جلایي“ په نوم د یوې بلې سیمې اوسیدونکو چې دکورونو شمیر یې ۲۰۰۰ ته رسیده، د طالبانو دجلب اوجذب د کمیسیون په هڅه د ۶تنو قومندانانو ((حیات الله خان،حاجي ملاسلیمان،حاجي نجیب الله،امان الله،حاجي مقبول،عبدالسلام خان)) په مشرۍ له طالبانو خپل ملاتړ اعلان او ۲۰۰میله وسلې یې طالبانو ته سپارلې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسي خلک په دومره لویه کچه له طالبانو خپل مالي او ځاني ملاتړ څرګندوي، تر دې وړاندې د هیواد په شمال کې په مختلفو ولایاتو کې ولسي خلکو طالبانو ته زرګونه میله وسلې سپـارلې او له هغوی یې بشپړ مالي او ځاني ملاتړ کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close