بادغیس: ۸تنه مسلح پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

کابل ټکی کام ۰۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د بالامرغاب ولسوالۍ امنیه قومندان سمونل سید شریف نن (پنجشنبه) رسنیو ته وویل، تېره شپه ۱۰بجې ۸تنه پولیس طالبانو ته تسلیم شوي، او له ځانه سره یې دوه میله ماشیندار، یو میل راکټ، پنځه میله کلاشنکوف، یوه مخابره او نور نظامي مهمات وړي دي.
سمونل همدا شان وویل چې یاد ۸ تنه پولیس د درویش محمدیا نومې سیمې په یوه امنیتي پوسته کې ځای پر ځای شوي وو چې تېره شپه د طالبانو سره د رابطې په ترڅ کې له پوستې تللي او تر طالبانو یې ځانونه رسولي دي.
ده زیاته کړه چې په یاده خالي شوې پوسته کې یې نن نوي پولیس ځای پر ځای کړل.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې بېګاه ماخوستن د یادې ولسوالۍ د اچکزو په سیمه کې د دوی د «جلب او جذب کمیسون» له هلو ځلو وروسته د یوې پوستې قومندان عبدالجبار له خپلو شپږ تنه پولیسو په ګډون د دوی جنګیالیو ته تسلیم شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close