بارنټ روبین: د امریکا د وتلو مسئله د افغان حکومت له واک پورته مسئله ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

د امریکا د نیویارک آیالت په پوهنتون کې د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنټ روبین په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ مذاکرات زیات اړین دي او باید تر هر څه وړاندې تر سره شي.

نوموړی وایي،“ هم طالبان افغان حکومت ته د ګوډاګي خطاب کوي او هم واقعیتونه دا دي چې دا حکومت د امریکایانو د حضور او وتلو هیڅ واک نه لري، تر څو یې چې په اړه امریکا پریکړه نه وي کړې“

نوموړي د هغو راپورونو په تړاو چې ګواکې امریکایي مشرانو په قطر کې له طالب استازو سره کتلي، وویل؛ دا ښه اقدام دی ، امریکا د افغانستان د قضیې یو اړخ دی او باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
روبین زیاته کړه؛ پر طالب مشرانو د بندیزونو لرې کول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه مسایل دي چې
امریکا او طالبان یې باید مخامخ د خبرو له لارې حل کړي.

روبین وایي، امریکا او طالبانو تر دې وړاندې هم له یو بل سره تماسونه نیولي خو په خبره یې چې دې تماسونو هیڅ راز لاسته راوړنه نه درلوده.

بارنټ روبین په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغانانو په سرنوشت خبرې نه کوي او نه هم طالبان دا غواړي“ امریکا به یواځې د خپل نظامي حضور او ورسره تړلو مسایلو په تړاو له طالبانو سره مذاکراتو ته ځان تیاروي“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close