بالآخره امریکا د طالب دروازه وټکوله

آصف الله آصفي

امریکا بالآخر له خپل 17 کلن اشغال وروسته هغه حقیقت درک کړ چې طالب 17 کاله مخکې ورته په مخ کې ایښی و، طالب امریکا ته په ډانګ پیلې ویلي وو چې افغانستان د افغانانو کور دی، افغانان مسلمانان دی، او هیواد یې یو داسې اسلامي هیواد دی چی د خپل دین د ساتنې په موخه یې 15 لکه شهیدان ورکړي او د تاریخ په اوږدو کې هیڅ یو اشغال په دغه هیواد کې تر ډیره نه دی تم شوی، دغه هیواد ته تل ټول اشغالګران په ډول، سوروڼي او نڅاو ورننوتي خو بیرته بیا په جنازو کې وتې دي.

دا چې امریکا د ټریډ سنټر پیښې دومره حد ته غوصه کړې وه چې خپل اعصاب یې له لاسه ورکړي وو، او د طالب خبرو ته یې هیڅ ډول اعتناء ونکړه، او د وږي لیوه په څیر یې په دغه 23 کاله جنګ ځپلي هیواد په خورا بې رحمۍ برید وکړ او په لکونو بې ګناه خلک یې په خپلو وینو کې ولمبول.

بالآخره امریکا دغه احساس درک کړ خو ډیر وروسته، له هغې وروسته چې ملیاردونه سرمایه یې بې ځایه مصرف کړه، په زرهاو سرتیری یې ووژل شول، او سلګونه شوبلې یې د اور لمبه شوې.

په قطر کې د طالب دفتر ته د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ورتلل او د طالب دروازه ټکول د طالب په وړاندې د امریکا د په ګونډو کیدا او د طالب د بریا تر ټولو ستره بیلګه ده، او د اشرف غني د هسې په نوم ملي وحدت حکومت په غیر مشروعیت یې د تایید مهر ولګیده.

د افغانستان ټول مسلمانان او اسلام ته ژمن هیوادوال باید د ستر خدای تعالی په لکونو شکر پر ځای کړي چې معاصر سوپر پاور طاقت یې د طالب د بې سارو سرښندنو له برکته دې ته مجبور کړ چې د طالب دروازه وټکوی.

و قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close