بالابلوک، د امريکايي ځواکونو بمبار کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۴)

د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي او د ځايي سرچينو په وينا د هوايي ځواکونو په بمبار کې د څو تنو طالبانو په ګډون شاوخوا دېرش ملکي وګړي وژل شوي دي.

يوې سيمه ييزې سرچينې شمشاد ته ويلي، تېره شپه د نهه بجې B52 دوله الوتکې بمبار کړی چې د شيوان د کلي دېرش ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

ويل کېږي، نن سهار په سيمه کې اتو هليکوپترو ناسته کړې او د ګډو ځواکونو له خوا عمليات روان دي چې  د ځينو کورونو دروازې يې هم په بمونو الوزولي دي.

سرچينې ويلي، په دغه بمبار کې دولس طالبان هم وژل شوي خو طالب وياند يوسف احمدي وايي، په شيوان، کال کلا، سجويي، سرکلي او پايين کليو او شاوخوا سیمو کې په بمبار کې ګڼ شمير ملکي وګړي چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند باهر اقبال دغه بريدونه تاييدوي وايي، په شيوان کلي کې د قاطع ملاتړ ځواکونو هوايي بريدونه کړي زياتوي چې دا مهال په سيمه کې د پلټنې پر عملياتو بوخت دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close