بانکي مون اعتراف وکړ، چې اسرائيل د فلسطين د مسلمانانو په ژوند لوبې کوي!

« سرليکنه »

د اسرائيلي پوځونو لخوا ، چې هره ورځ او هره اونۍ د فلسطين تنکي ځوانان ، بوډاګان،  ښځې او ماشومان په خپلو وینو کې لمبېږي ، تر ډېره حده پرې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو نړيوالې ادارې ، چې د امريکې  تر سيوري او اثر لاندې ژوند کوي ، سترګې پټې کړي دي ؛ خو دا چې نور د فلسطين د مسلمانانو په وړاندې د اسرائيلي وحشي پوځونو بمبارۍ او عمليات دوام لري په ډېره بې رحمۍ سره ځوانان بنديانوي او بيا يې وژني. اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون خپله په دې اعتراف وکړ ، چې اسرائيلي پوځونه د فلسطيني مسلمانانو په ژوند لوبې کوي ، په تېرو څلور کلونو کې ، چې اسرائيلي هوايي ځواکونو د فلسطين  په غزه کې بې رحمه بمبارۍ وکړې ؛ جوماتونه ، روغتنونه او کورونه  په کنډوالو کړل.

 د ملګرو ملتونو سر منشي دا هم ومنله ، چې اسرائيلي پوځونه په غزه او نورو سېمو کې له فلسطيني مسلمانانو سره سخت او غير انساني چلند کوي.

بانکي مون د خپلي دورې په دومره موده کې نه وه منلې، چې اسرائيلو د فلسطين په خاوره يرغل کړی؛ تېره ورځ يې د ملګرو ملتونو  په  يوه غونډه کې وويل ، چې اسرائيلو د فلسطين په خاوره يرغل کړی او د فلسطين په خاوره کې د اسرائيلي پوځونو  لپاره پارکونه اونورې ودانۍ جوړول د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی ، چې بايد اسرائيلي حکومت د فلسطين د خاورې په اړه د ملګرو ملتونو د منشور درناوی وکړي.

 د اسرائيلو لخوا په وحشيانه عمل د فلسطين د مسلمانانو شهادت ، که له يوې خوا د امريکا ترسيوري لاندې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو ادارې سترګې پټوي ؛ نو عربي هېوادونه او په ځانګړې توګه سعودي عربستان هم د فلسطين د مسلمانانو په  بد حالت او د اسرائي‍لو په  وحشت چوپه خوله ناست دي. د رسنيو له لارې د فلسطين د مسلمانو شهادتونه اوري او ګوري ؛ خو سعودي عربستان نه پوازې دا چې  له نورې دنیا وړاندې اسلام  ورته رسيدلی او تر نورو هېوادونو لومړی بايد خپل مسؤليت او اسلامي فرضيت پوره کړي ؛ متأسفانه چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين  په اړه  بحث او د فلسطينيانو پلوي هم نه کوي .

امريکا ، چې له روسيې سره يې تر خپلې سړې جګړې وروسته د وسله والې سيالۍ او جګړې دوام د افغان ولس په سرونو وپاله او د روسانو څخه امريکا په افغانستان کې  جګړه د افغانانو په وینو وګټله ، سعودي عربستان د روسانو په خلاف د جهاد فتوا ورکوله او اوس په افغانستان د امريکا او پر فسلطين د اسرائيلو په يرغلونو يې سترګې پټې کړي او غوږونه يې کاڼه کړي دي.

په ملګرو ملتونوکې د فلسطين د ځانګړې استازي رياض منصور دسعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو په بې همتۍ سربېره ويلي چې اسرائيل بايد د فلسطين په اړه يو انتخاب وکړي ؛ يا د فلسطين مسلمانانو په شهادتونو او خپلو پوځونو ته د فلسطين په خاوره  کې پر فلسطين يرغل او يا د فلسطين په اړه د سولې په لاره غور وکړي ، چې د اسلامي هېوادونو ګونګه پاليسي روښانه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close