باوري سرچينې: کابل کې د امنيتي ساتونکو په نامه غله ډېر شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) الماس خدرخیل

په هیواد کې ځینې باوري سرچينې وايي، چې په کابل کې د انسان تښتونکو تر څنګ هدفي وژنې او ډلييزې غلاوې د امنيتي کسانو په جامه کې ترسره کېږي.

سيمه ييزو رسنيو ويلي، چې په دې وروستيو کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې غلاګانې ترسره شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې خبريالانو ته ويلي، چې غله په ډله ييزه توګه د امنيتي ساتونکو په جامه کې غلاګانې کوي.

د کابل د پوليسو يوه لوړ رتبه افسر خبريال رسنۍ ته ويلي، چې د غلو سره سره د ځواکمنو کړيو لاس نه شي ردولی.

د نوموړي په وينا، اکثره غله دامنیتي ساتونکو په جامه کې دپلټنو په نوم په کورونو ورننوځي او مالونه لوټي .تر دامهاله په

تایمني ، ارزان قیمت او چهلستون کې دخلکو کورونو ته ننوتي‌دي.

بل پلو د کابل ښار اوسېدونکي وايي، چې غلاګانې زياتې شوي او غله د امنيتي کسانو په جامه کې غلاګانې ترسره کوي، دوی زياتوي که دولت د دې مخنيوی ونکړي نو شايد په کابل ښار کې ګډوډي رامنځته شي او په حکومت د خلکو باور لا نور هم کم شي.

د دغه ښار يو تن اوسيدونکي کابل ډاټ کام ته وويل، چې په دې غلاګانو او هدفي وژنو کې د چارواکو لاس دی، که دوی ورسره نه وي نو غله دومره جرئت نه شي کولی چې د امنيتي کسانو په جامه کې غلا ترسره کړي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې په دغه ښار کې غله د امنيتي کسانو په جامو کې غلاګانې کوي، مخکې به يې د موټرو پليټونه خلاصول اوس ټول موټر له ځان سره تښتوي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ځینې وسلوالو کسانو په کابل کې د طالبانو په پخواني چارواکي ملاسلام ضعيف پر کور بريد وکړ، چې يو ساتونکی يې ووژل شو او بريدګر له سيمې څخه وتښتېدل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close