باوري سرچينې: که د دوستم دنده وځنډول شي، عطا نور به د هغه ځای ناستی اعلان شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل

د بلخ ولايت سرپرست عطانور ته نږدې يوه باوري سرچينه وايي، چې له دې وروسته نوموړی د ډاکټر عبدالله ملاتړ نه کوي.

يادې سرچينې اريانا نيوز ته ويلي، چې که د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دنده وځنډول شي، نو عطامحمد نور به د هغه ځاينستي په توګه اعلان شي.

ويل کېږي، چې عطامحمد نور د لومړي مرستيال په توګه د ده له اعلانېدو سره مخالت ښکاره کړی دی.

له ولسمشر سره د بلخ ولایت د سرپرست عطا محمد نور خبرو د جمعیت ګوند ته ټکان ورکړی دی.  خو داسې هم ویل کېږي، چې د دغه ګوند ځيني غړي په عطا محمد نور راټول شوي او له ولسمشر سره د هغه د خبرو ملاتړ کوي؛ خو ځينې نور بیا وايي، چې عطا محمد نور نه شي کولی د حزب په استازیتوب له ولسمشر سره خبرې وکړي.

عطا محمد نور ته نږدې سړی فرهاد عظیمي وايي، تر هغې چې ښاغلی نور خپلې ځانګړې او شخصي غوښتنې مطرح کړې نه وي د ملاتړ او همکارۍ نه کولو تور پرې لګول به سم نه وي.

سرچینه وايي، چې عطا محمد نور د ګوند د غړیو په حضور کې له ولسمشر سره خبرې کړي؛ خو اسماعیل خان او احمد ضیا مسعود پکې نه ول.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني له عطا محمد نور سره ژمنه کړې، چې په بهرنیو مسایلو کې به هغه د جمعیت د ځانګړي استازي په توګه او په کورنیو اصلاحاتو کې د سلاکار په توګه مني.

ددې ترڅنګ ویل کېږي، چې د عبدالله د پلویانو او عطا ترمنځ اختلاف د تاجک مشرۍ پر سر يوه بله مسله ده.

څه موده وړاندې، یوشمېر رسنیو د عطا محمد نور د ځینو خپلواکو او نژدې کسانو له خولې ویلي وو چې دوی نور په عبدالله باور نه لري ځکه هغه نه دی توانېدلی چې خپلو پلویانو ته سیاسي امتیاز ورکړي

ولسمشر غني په اجرایي چارو کې عبدالله ته له دې امله صلاحیت نه دی ورکړی، چې یو خو یې پست مصلحتي دی او بل یې تر دې مهاله هېڅ بل کار پرته د خپلې ډلې له ګومارنو او تشریفاتي چارو نه دی کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close