باګرام هوايي ډګر کې ګرجستاني پوځيانو له یوه پلورنځي ”غلا کړې“

امریکايي چارواکو ویلي چې په باګرام هوايي ډګر کې د ګرجستاني پوځیانو یوه ډله د ۳۶۰۰ ډالرو په ارزښت د سوداګریزو توکو پر غلا تورنه شوې ده.

امریکایۍ سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې نن (د زمري ۹مه) د امریکايي پوځي چارواکو له خولې ویلي، د ګرجستاني سرتېرو دې ډلې په باګرام هوايي ډګر کې دننه د پوځ او هوايي ځواکونو د تبادلې د یوه خدمت له پلورنځي د ۳۶۰۰ ډالرو په ارزښت توکي غلا کړي دي. د توکو نوعیت نه دی ښوول شوی.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوه ویاند، مارټين اوډونیل، ویلي چې تر غلا وروسته په دې اړه پلټنه او تحقیق پیل شو، چې پر ګرجستاني عسکرو د لګول شویو تورونو تصدیق پکې وشو.

اوډونیل وايي، د تحقیق پایلې په باګرام هوايي ډګر کې د مېشتو ګرجستاني پوځیانو استازو ته وسپارل شوې څو د خپل هېواد دفاع وزارت ته یې وسپاري.

بل خوا، د ګرجستان دفاع وزارت د یک شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غلا په دې قضیه کې څلور ګرجستاني پوځیان ښکېل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا غلا ”څو ځله شوې“، او د څلورو ګرجستانیانو تر څنګ د نړیوالو ځواکونو نور غړي هم پکې ښکېل دي.

د ګرجستان دفاع وزارت پر دې پېښه خجالت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پوځي پرسونل انفرادي کړنې د ټولو ”سوله ساتو“ د کړنو استازولي نه کوي.

که څه هم ګرجستان د ناټو سازمان غړی هېواد نه دی، خو په افغانستان کې د نږدې ۸۸۵ سرتېرو په درلودلو سره څلورم هغه هېواد دی چې زیات سرتېري یې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې دلته مېشت دي. ګرجستاني پوځیان په باګرام، کابل او مزارشریف کې مېشت دي.

دا هېواد په ۲۰۰۴ز کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اېتلاف غړی شو او، د .icasualties.org د شمېرو له مخې، تر دې دمه یې ۲۹ پوځيان په دې جګړه کې وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close