بایومتریک ماشینونه چینایي دي او دتقلب امکان په کې زیات دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)

طلوع نیوز د یوه مستند راپور له مخې ویلي، د انتخاباتو لپاره پیرل شوي بایومټریک ماشینونه اصلي الماني نه، بلکه چینایي دي، چې تقلب په کې په پراخه کچه کیدونکی دی.

دغه ۲۲ زره ماشینونه چې د ملی تدارکاتو ادارې د راپور له مخې په ۱۴ میلیونه یورو  او یو شریک سرور يې په څلور میلیونه یورو پیرودل شوی دی، اوس یې د چینایي لوازمو په درلودلو سره اعتبار له منځه تللی دی .

دبایومتریک دا دستګاوې د انسان څېره، موبایل کې تصویر او پر کاغذ د تصویر  توپیر نه شي کولی او پر دې سربېره د دوو کسانو ګوتې هم د یو تن په نوم ثبتوي.

دبایومتریک پر نويو ماشینونو د الماني درمالوګ شرکت نښانونه موجود دی چې د ماشینونو پر شا یوازې د وافای په څېر څو کرښې دي او چارجر او نور ټول وسایل يې چينايي دي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وایي، دولت سملاسي د دې ماشینونو د توزیع چارې پیل کړې او هیڅ راز چیک او پلټنه یې نه ده ترسره شوې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close