بحرين: د شل زره امريکايي عسکرو قومندان په خپل استوګنځای کې مړ موندل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

په بحرين هېواد کې د امریکا د سمندري ځواکونو یو لوړپوړی قومندان “سکاټ سټېرني” په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

د امريکا د دفاع وزارت “پنټاګان” د سمندري ځواکونو یوه بل مشر جنرال جون ريچرډسن په يوه ويډيو پیغام کې د هغه د مړينې خبر تاييد کړی خو د هغه د وژل کېدو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

خو وايي، چې د هغه د مړه کېدو لامل جګړه یا زور زیاتی دې د هغه لامل وي زياتوي ښايي نوموړی په خپل طبيعي مرګ مړ شوی وي.

سکاټ سټېرني په منځنۍ اسيا کې د امريکا د سمندري ځواکونو د پنځم کنډک مشري په غاړه لرله چې تر قومندانۍ لاندې يې شل زره امريکايي عسکرو دنده ترسره کوله.

امريکا د قومندان سټيرني له مړه کېدو وروسته د هغه پر ځای د هغه مرستيال مشر ټاکلی دی.

ويل کېږي، د ده تر قومندان لاندې امريکايي عسکرو د عراق او افغانستان په جګړو کې هم ګډون درلود.

که څه هم د نوموړي قومندان د مړه کېدو لامل په دقيق ډول نه دی په ډاګه شوی خو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي هغه امريکايي عسکر چې د عراق او افغانستان په جګړو کې يې برخه لرلې، خپلو هېوادونو ته تر ستنېدو وروسته نږدې اتيا سلنه يې په رواني ناروغيو اخته شوي او ډيری نورو يې ځانوژنې کړې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close