بحرين: وسله والو پر يوه زندان بريد کړی، ۱۰ بنديان يې خوشې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) الماس خدرخیل

د بحرين چارواکي وايي، چې وسله والو بريدګرو د دغه هېواد په يوه زندان بريد کړی او لس تنه داسې بنديان يې ازاد کړي چې په ترهګريزو اعمالو ککړ و.

د بحرين د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې له بريد وروسته يې د پلازمينې مناما جنوب ته د جاوبند په سيمه کې امنيتي تدابير سخت کړي دي.

د وسله والو کره شمیره نه ده څرګنده شوې.

چارواکي وايي، تېره ورځ له څلورو تر شپږو وسلوالو بريدګرو چې اتومات ټوپکونه او تومانچې ورسره وې دغه بريد ترسره کړو. د بريد پر مهال لس تنه پوليس هم ټپيان شوي دي.

د پوليسو له لوري د وسلوالو د نيولو هڅې روانې دي، ترڅو په زندان بريدکوونکي ونيسي.

د يادونې ده، چې په ۲۰۱۱م کال کې په بحرين کې سخت لاريونونه ترسره شول چې ډېره برخه يې شيعه ګان و، په هغه لاريونونو کې تر ۳۰ ولسي وګړي او پنځه پولیس ووژل شول او تر درې زرو کسان ونیول شول. پوځي محکمو په لسګونو نور هم پر اوږدمهالي بند محکوم کړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close