بحرین کې بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار د بحرین چارواکو ویلي چې منامه مرکز ته څېرمه یوې بمي چاودنې یو پولیس وواژه، او نورو اوو تنو ته یې سخته ژوبله واړوله. د بحرین چارواکو ویلي چې چاودنه د منامه لویدیځ لوري ته؛ د شیعه مېشتو په سیمه کې شوې ده. د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا چاودنه یوه تروریستي چاودنه وه چې د پولیسو د مرګ علاوه پکې د یوې مور په شمول اووه تنه ماشومان هم ژوبل شول. د بحرین پولیسو د دې چاودنې په تور پنځه تنه نیولي چې نیول شوي کسان یې د پاسداران انقلاب او د لبنان حزب الله له ډلې سره تړلي یاد کړي دي. تېره ورځ په بحرین کې یو شمېر اعتراض کوونکو مظاهره وکړه، او د شیعه مشر شیخ سلمان د ازادۍ غوښتنه یې وکړه، چې پولیسو د مظاهر کوونکو د تیت کولو لپاره د اښلن ګاز څخه استفاده وکړه.   د بحرین حکومت شیعه مشر شیخ علی سلمان په څلور کاله بند محکوم کړی دی، چې اوس یې شیعه مذهبه پلویان د ازادۍ لپاره وخت په وخت مظاهرې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close