بخښنې نړيوال سازمان: عراقي شيعه ګانو ته ۱۶ هېوادونه وسلې ورکوي- هدف يې سني عربان ګرځولي

(کابل ټکی کام ۳۱۹۵ مرغومی ۱۷) الماس خدرخیل

د بخښنې نړيوال سازمان په تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې په عراق کې حکومت پلوه شيعه مليشو ته ۱۶ هېوادونه وسلې ورکوي.

يادې ادارې دغه راپور د پنجشنبې په ورځ خپور کړی او د امريکا، روسيې، ایران او ځينې نورو اروپايي هېوادونو يادونه شوې چې دغې ډلې ته وسلې ورکوي.

عراقي حکومت پلوه شيعه ګان چې په سيمه کې د داعش ډلې په خلاف په ۲۰۱۴ کې راپورته شول، د بخښنې نړيوال سازمان ويلي، چې دغه شيعه ګان په جنګي جنايتونو کې لاس لري.

ځينې راپورونه ويډيوګانې په ګوته کوي، چې شيعه مليشې په سيمه کې جنګي جنايتونه کوي، عام سني مسلمانان شکنجه کوي، په چاقوګانو يې وهي او اورونه ورته اچوي، هدف يې عام سني مسلمانان ګرځولي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان د څېړونکې ډلې يو تن غړی پاتريک ويلکن وايي: “د وسلو خوښوونکو نړيوال پلويان چي امريکا، اروپايي هيوادونه، روسيه او ايران پکښې شامل دي، بايد راويښ سي او دا واقعيت وگوري چي هغه وسلې چي عراق ته يې صادروي کيدای سي د ياغيانو لاس ته ورسي او بشري حقونه تر پښو لاندي سي”.

یاد سازمان داسې انځورونه او ويډيوګانې د ثبوت لپاره وړاندې کړي، چې پکې ښکاري د دغه هېواد له شيعه مليشو سره د ۱۶ هېوادونو جوړې شوې سل قسمه بېلابېلې اسلحې دي.

د بخښنې نړيوال سازمان په راپور کې ايران يو له هغو هېوادونو څخه بللی چې په سيمه کې شيعه مليشو ته وسلې ورکوي او په جنګي جنايتونو ککړ دي.

دوی زياتوي د عراق چارواکي په ځای د دې چې دغه شيعه ګان د داعش ډلې پر خلاف وکاروي، د قومي زورزياتي پر لور روان دی.

نوموړي سازمان عراق ته له وسلو لېږونکو هېوادونو غوښتي چې پام وکړي ترڅو يادې وسلې د ياغيانو لاس ته ورنشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close