بدخشان: د طالبانو په بریدونو کې د قوماندان په ګډون ۲۰ محلي پولیس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۳)

له بدخشان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په “دادعلی شیوه“ سیمه کې طالبانو د سیمیزو پولیسو(اربکیانو) پر پوستو بریدونه کړي، چې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي.
خبر زیاتوي، طالبانو په دې بریدونو کې د محی الدین په نامه د سیمیزو پولیسو قوماندان او د هغه شل ملګري وژلي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د بدخشان ځایي چارواکي پیښه تائیدوي او زیاتوی چې برید داسې مهال شوی چې سیمه کې په پراخه کچه واوره شوې او د زیاتره سرتیرو جسدونه لا هم ورک دي.
چارواکي طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا کوي، خو زیاتوي چې د هغوی د تلفاتو دقیق شمیر نه دی څرګند.
بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې د پخلي تر څنګ د دوو طالبانو د وژل کیدو او یوه د ټپي کیدو پخلی کړی او ویلي یې دی چې په دې بریدونو کې یې اربکیانو ته د پراخې مرګ ژوبلې اړولو سربیره ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close