بدخشان: طالبانو په“زیباک“ولسوالۍ کې پرمختګونه کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو له پیل څخه خبر ورکوي، طالبانو په دې ولسوالۍ کې زیات پرمختګونه کړي .

چارواکي د ۵ پوستو د سقوط او ۲۱ امنیتي منسوبینو د وژل کیدو خبر ورکوي خو طالبان وایي؛ له تیرې ورځې را په دې خوا یې د یادې ولسوالۍ له مرکز سره نیږدې ۳ قرارګاوې او ۱۵ پوستې نیولې ۴۲ عسکر او پولیس یې وژلي او ۲۸ تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي؛ د نښتو له امله د ټولي قومندان نجیب په ګډون د ۳۱ تنو وژل شوو عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په میدان کې پاتې دي.
طالبانو په دې نښتو کې د خپلو ۳ملګرو د وژل کیدو او ۴ د ټپي کیدو خبر ورکړی او تر څنګ یې په دې بریدنو کې د ۳ هاموې ټانکونو ، ۲ (اس پي جي ناین) توپونو، ۱ میل دهشکې، ۳ پايي هاوان، ۱۰ میله (M16) امریکايي ټوپکونو او ۴۹ میله پيکا، راکټ لانچر او کلاشینکوفونو د نیولو ادعا هم کړې.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي وایي، که زیباک ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه ونه لیږل شي، ښایي ولسوالۍ ژر سقوط وکړي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د دې ولایت د بهارک ولسوالۍ د بردار سیمه کې یې د ګډوځواکونو عملیات په شا تمبولي او په مقابل کې هغوی د خلکو پرکورونو او فصلونو د توغندویو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د عامو خلکو د غنمو ۱۰ درمندونه سوځیدلي.

دولتي چارواکو د بهارک ولسوالۍ د عملیاتو په باب تر اوسه څه نه دي ویلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close