بدخشان: ۱۷ امنیتي منسوبین له طالبانو سره یوځای شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)

له بدخشان ولایت نه ورکړل شوی راپورونه وایي، چې د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو او پولیسو ۱۷ سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي.
سرچینې وایي، دا ډله عساکر د سیمیزو طالبانو په هڅونه او د هغوی د دعوت او ارشاد کمیسیون په کوښښونو له دولتي ارګانونو ځانونه را جلا کړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویتر پاڼه د پیښې د پخلي تر څنګ د ټولو یوځای شویو سرتیرو نومونه هم خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د پکتیا په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې هم ۱۸ سیمیز پولیس له خپلو دندو لاس په سر او له طالبانو سره یوځای شول.
باید وویل شي چې د روان کال له پیله تر دې دمه سلګونه پولیس، اردو، او کمانډو ځواکونه له دولتي ځواکونو را بیل او د طالبانو پر وړاندې یې له وسلوال مخالفته لاس اخیستی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close