بدرالدین حقاني د خوست په لوی مسجد کې!

 خالد ځدراڼ

یو وخت خوست لوی جماعت سره نزدې د عبدالحی حبیبي لیسه کې مې درس ویلو، زموږ د لیسې مخې ته به اکثره وخت د ملي اردو واله هم ولاړ وو.

 زه له ټولګي څخه کنټین ته راتلم، غوښتل مې چې د خوراک لپاره څه راواخلم چې د ښونځي له دروازې مې بهر سرک ته وکتل، ملي اردو عسکرو ښکته منډې وهلې، نور عام خلک هم په تیښته وو خو یو شمېر خلکو د مسجد طرف ته منډې ور وهلې.

ما هم صبر ونه کړو، ډېر په بیړه بیرته ټولګي ته راغلم، کله چې ټولګي ته په بیړه د ننه شوم، معلم صاحب چې زه په اوتر حالت کې ولیدم، په ډېر تلوار یې پوښتنه راڅخه وکړه ولې خالده خیر شه! څه چل دی؟

ما ويل معلم صاحب پته نه لګیږي بازار ټول په منډو دی!

معلم صاحب شاګردانو ته وویل: ټول دلته غلي کښېنئ ، خدای مه کړه کومه پېښه ونه شي!

لږ ساعت پس د رخصتۍ زنګ ووهل شو، موږ هم په ارام له صنف څخه بهر را ووتلو د ښونځي په دروازه کې ډېر په ډار را وتلم هلته زموږ د لیسې انضباطان هم ولاړ ول، زه هم ور نزدې شوم دوی خپلو کې یو بل ته سره ویل تا لاس ور کړ؟ هغه بل نفر ورته ویل هو! لومړی لاس ما ورکړ!

د انضباطانو له جملې مې یو تن ملګری و، غلي مې ورته وویل: سیف الله! څه خبره ده، دا خلکو ولې منډې وهلې؟

ویل یې دلته هغه بدر الدين راغلی و!

ما ويل کوم بدر الدین؟

ویل یې هغه د جلال الدین حقاني زوی د فدایانو مسؤل!

ما ويل ته او خدای؟

ویل يې هو! والله موږ ټولو لاسونه ورکړل او دعاء يې راته وکړه.

ما ويل اسلحه او کسان ورسره وو؟

ویل يې اسلحه نه وه ورسره، یو سراچه موټر درې نفره نور ول ورسره!

ما ويل بیا حکومت څه نه ورته ویل؟

ویل یی د اردو والا هغه پورې ځای کې ولاړ و خو چې اوازه شوه چې د حقاني صاحب زوی راغلی دی، د اردو والو په تېښته پيل وکړ!

زه هک بک شوم، له ځان سره په خبرو شوم، ماویل یالله! دا څنګه خبره ده چې یو انسان دلته بغیر د توپ، ټانګ، جاز څخه را درومي او هغه ځوان چې په هر قسمه جنګي تجهیزاتو سمبال وي ترې منډې وهي او میدان ورته پرېږدي.

نو له ډېر فکر ورسته په دې یقیني شوم چې دلته جنګ فقط د اسلام او کفر دی، بله هیڅ خبره نشته ځکه خو کفر پلوي په وسلو سمبال د یو تش لاسي اسلام پلوي څخه منډې وهي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close